1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په فرانسه کي په سونو مهاجر ورک دي»

۱۳۹۶ فروردین ۲۴, پنجشنبه

د فرانسې د شمال په يوه مهاجر کمپ کې تر اورلگېدني وروسته په سونو مهاجر «ورک» دي. هلته د کردي او افغان مهاجرو ترمنځ شخړه شوې وه.

https://p.dw.com/p/2bCgv
Frankreich Brand in Flüchtlingslager nahe Dünkirchen
انځور: Getty Images/AFP/P. Huguen

په داسې حال کې چې د فرانسې په ګراندسنت مهاجر کمپ کې تر اور لګیدو وروسته، په نورو ځایونو کې د دې کمپ د مهاجرو د ځای پر ځای کولو لړۍ دوام لري، ویل کیږي چې تر دې پیښې وروسته په سوونو مهاجر «ورک» دي.

د یوه خیریه سازمان د راپور له مخې، د فرانسې په شمال يوه مهاجر کمپ کې تر اور لگېدني وروسته شاو خوا ۶۰۰ مهاجر ورک دي چې پيدا کول يې ډېر مهم دي. داسې ویره هم شته چې کیدای شي د دغو مهاجرو ځینو یې د چارواکو له ویري ځانونه پټ کړي وي.

دوی ويلي دي چې ځیني نور له دې امله ځانونه نه ښکاره کوي چې کيدای شي د مهاجرو په بل کمپ کې به په ځای پر ځای کېدو سره له خپلي مخالفي ډلي سره مخامخ شي.

Frankreich Brand in Flüchtlingslager nahe Dünkirchen
انځور: Getty Images/AFP/P. Huguen

د فرانسې په دغه کمپ کې د تيري دوشنبې ورځ په ماښام د کردي او افغان مهاجرو ترمنځ شخړي وروسته اور ولگېد او د کمپ ډیره برخه وسوځېده. په دې پیښه کې لس مهاجر ټپیان شول. د مهاجرو ترمنځ د اخ و ډب پرمهال په کمپ کي ۱۶۰۰ مهاجر مېشت ول. په کمپ کې د اور لگېدني علت تر اوسه پوري لا روښانه نه دی.

 د بریتانیا پولې ته څیرمه د فرانسې په شمال کې د کالې په نوم د مهاجرو غير قانوني کمپ تر تړل کیدو وروسته، د هغه کمپ مهاجر ټول دغه کمپ ته لېږدول شوي ول.

د گراندسنت په نوم دغه سوځېدلي کمپ مهاجر اوس په نورو ځايونو کې ځای پر ځای کيږي.

زموږ له ارشيف څخه: