1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کښي پر برقې باندي بنديز ولگيدی

۱۳۹۰ فروردین ۲۲, دوشنبه

د فرانسې د کورنيو چارو وزارت درې اونۍ وخت ته ضرورت درلودی تر څو پوليسو ته د برقې د منع کولو قوانين وړاندي کړي. د مسوولينو ترڅنګ دغه مقرره حتي اسلامي استازو ته هم واورول سوه.

https://p.dw.com/p/RH1F
په فرانسه کښي مسلماني مېرمني
په فرانسه کښي مسلماني مېرمنيانځور: AP

دا ددې ښکارندوی ده چي موضوع په کومه اندازه حساسه ده. په ۹صفحو کښي پوليسو ته د برقې منع کولو فرمان ورکړل سوی دی.

د فرانسې د کورنيو چارو وزارت وايي چي په لومړی قدم کي موضوع د حجاب اغوستونکو ښځو ته سزا ورکول نه دي، بلکي هدف دا دی چي دوی په دې باوري کړل سي چي برقه يا نقاب ليري کړي.

« په دې قانون کي په ښکاره توګه يادونه سوې ده چي د قانون څخه سرغړونه بايد ددې سبب نه سي چي يو څوک دي د پوليسو په و سيله بندي او يا هم مجبور کړای سي چي برقه ليري کړي. خو که چيري د خپلي څيرې د ښکاره کولو څخه انکار وکړي نو تردې وروسته دي موضوع څارنوالۍ ته وړاندي سي.»

د فرانسې دولت په اګاهانه توګه د احتياط څخه کار اخلې، ځکه چي دولت د مسلمانانو په وړاندي د تبعيض د شکايت څخه ويره لري.

سربيره پردې د کورنيو چارو وزارت، د مسجدونو تر څنګ پوليس د کنترول کولو څخه منع کړي دي تر څو په دې توګه د مذهب آزادي وساتلای سي. په دې قانون کي پوليسو ته لارښونه سوې ده چي د زور پر ځای د مفاهمې څخه کار واخلې.

د پوليسو د صنفي اتحاديې مشر نيکولاس کومتي په دي باور دی چي د پاريس په شاوخوا کي ددې قانون پلې کول به د ستونزو سره مخامخ سي.

« سړی کولا سي دا تصور وکړي چي په ځينو برخو کي داسي کسان سته چي نه غواړي دا قانون رعايت کړي. چي دا کيدای سي د شخړييز وضعيت او حتي د احتجاجونو او نا امنيو سبب سي.»

که يوه ښځه د کور څخه بهر خپل ټول بدن په حجاب کي ونغاړي د هغي سزا به 150 ايورو او د تابعت په اړه د يو کورس لوستل وي.

او هغه سړی چي خپله ښځه د برقې يا نقاب په اغوستلو مجوروي. هغه بايد يوې لوي جريمې ته تيار و اوسي. يعني تر30000 ايورو او يو کال بند په سزا به محکوم سي.

د نيکولاس په څير د پوليسو ځيني استازي په دې باور دي چي د دې خبري ثابتول چي کوم سړی خپله ښځه د نقاب او يا حجاب په اغوستلو مجبوره کړي، ګرانه ده . نومړی ددي قانون پلي کول چي په فرانسي کي به تقريباً 2000 ښځي په بر کي ونيسي اغيزمن نه بولۍ.

البته د فرانسې زياتره وګړي ددې قانون پلويان دي، او د فرانسې په پارلمان کي هم اکثرو د حجاب د منع کولو په حق کي رايه ورکړې ده.

دا يو د هغه سياسي حالتونو څخه دی چي نيکولا سرکوزي په کښي د خلکو د ملاتړ څخه په پراخه پيمانه برخه من دی. د هغه تګلاره ښکاره ده.

سرکوزي د انخاباتو څخه يو کال وړاندي د داسي موضوعاتو څخه ګټه اخلي چي د عامو وګړو د دلچسپۍ وړ وي. داسي موضوګانې په 2007 کال کي هم د نوموړي د کاميابۍ سبب سوې.

آنه کريستيان/ شمس الرحمن

کتونکی: نجيب الله زيارمل