1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کې د افغان او افریقایي مهاجرو تر منځ اخ او ډب

۱۳۹۶ شهریور ۱, چهارشنبه

د فرانسې د کاله بندر ته څیرمه سیمه کې د څو ساعتونو له پاره د مهاجرو تر منځ اخ او ډب رامنځ ته شوی دی. د ځایي چارواکو په وینا مهاجرو پر یو او بل ګوزارونه کړي دي چې په ترڅ کې یې تر شلو زیات کسان ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/2ig4I
Frankreich Calais Ausschreitungen Jungle Flüchtlinge Tränengas
انځور: picture-alliance/abaca/C. Thomas

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې شا او خوا ۲۰۰ افغان او افریقایي مهاجرو تر منځ اخ او ډب رامنځ ته شوی چې له ځینو سره د اوسپنو ډنډې هم وې. پولیسو پنځه شکمن کسان نیولي دي.

د معلوماتو له مخې د یوه خیریه سازمان له لوري د وړیا ډوډۍ د ویشلو پر مهال یو نشه مهاجر د شخړې د رامنځ ته کیدو سبب ګرځیدلې دی. د فرانسې په شمال کې د کالې بندر سیمه د مهاجرو له پاره د یوه مهم ځای په توګه انګیرل کیږي. هغوی هیله لري چې د مانش کانال له لارې ځانونه بریتانیې ته ورسوي، چیرې چې د یوه هوسا ژوند د برابریدو اټکل کوي.

د تیر مني په موسم کې امنیتي ځواکونو په کاله کې د مهاجرو یو ستر کمپ خالي کړ. دغه کمپ چې د «ځنګله کمپ» په نامه یې شهرت درلود په زرونو پناه غوښتونکي په دغه هیواد کې د مهاجرو بیلا بیلو کمپونو ته انتقال شوي وو. خو په دغه موده کې بیا هم ډیر شمیر پناه غوښتونکو د کاله بندر شا او خوا سیمو ته ځانونه رسولي دي.

حکومت اندیښنه لري چې ښايي په سیمه کې د مهاجرو خپلسري کمپونه رامنځ ته شي. د جولای میاشتې په پای کې د فرانسې یوې محکمې د لیلي ښار د محکمې هغه حکم تائید کړ چې اړونده ادارې په کاله کې د مهاجرو له پاره د اوبو رسولو او طبي خدماتو د برابرولو له پاره مکلفوي.