1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کې چرسو یا ماریوانا پنځه ماشومان مسموم کړي

۱۳۹۶ شهریور ۸, چهارشنبه

د فرانسې یو روغتون د داسې ماشومانو د مسمومیدو له امله په شوک کې دی چې د چرسو د خوراک له امله یې د هاضمې سیستم خراب شوی دی. په دې راز پیښو کې، د ماشومانو والدین وايي چې ماشومانو په پارک کې چرس موندلی او بیا یې خوړلي دي.

https://p.dw.com/p/2j4BU
Uruguay startet Marihuana-Verkauf in Apotheken
انځور: Reuters/A. Stapff

د سه شنبې په ورځ د فرانسې په جنوب د نیس په نامه ښار کې د یو روغتون د ماشومانو د بیړنۍ څانګې مشر یوې فرانسوۍ ورځپاڼې ته وویل چې هغه د چرسو د پاڼو په واسطه د ماشومانو د مسموم کیدو د پیښو د ډیریدو له امله حیران شوی.

د لینوال روغتون د خدماتو د څانګې مشر ډاکټر هیروي هاس په دې هکله د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې «دا مهمه ده چې والدینو ته د دې خبرداری ورکړل شي چې که چیرته دوی چرس یا ماریوانا کاروي او تر استفادې وروسته دوی یو اندازه پاتې شونی چیرته پریږدي نو دا کار په روغتون کې د بستر کیدو په شان بدې پایلې لرلی شي.»

د چرسو یا ماریوانا له لارې د ماشومانو د مسموم کیدو دغه کیسه په لومړي سر کې د نیس ماټین په نامه یوې ځايي ورځپاڼې خپره کړه. د دې ورځپاڼې د رپوټ په حواله د اګست میاشتې تر نیمايي پورې د چرسو د پاڼو په واسطه د ماشومانو چې عمرونه یې تر دوو کلونو کم دي، د مسموم کیدو پنځه پیښې رامنځ ته شوي دي.

Uruguay startet Marihuana-Verkauf in Apotheken
انځور: Reuters/A. Stapff

ډاکټر هاس په دې هکله وړاندې وايي چې له دې ماشومانو څخه یو یې په ژوره کوما کې وو او تر بیړنیو مرستو وروسته دا اړینه وه چې دغه ماشوم د روغتون د شدیدې پاملرنې په څانګه کې داخل کړل شي. هغه وايي چې ټول ماشومان اوس روغ رمټ دي.

ډاکټر هاس همدا راز وايي چې د چرسو له لارې مسموم کیدل یوه عادي موضوع ده خو له بده مرغه چې یوازې په ۱۵ ورځو کې پنځه ماشومان مسموم شي، دا د حیرانتیا خبره ده. هغه زیاتوي چې له ټولو دغو پنځو پیښو څخه په څلورو کې د ماشومانو والدینو ادعا کړې چې د دوی ماشوم چرس په پارک کې موندلې او خوړلي یې دي.

د نیس مارټین ورځپاڼې په حواله د دې مسموم شوو ماشومانو له ډلې څخه د یوه ماشوم مور وویل چې وروسته له دې چې دوی له پارک څخه کورته را وګرځیدل نو د دوی ماشوم په کټ کې بیخې بې حرکته پروت وو.

نیس مارټین ورځپانې د ډاکټر هاس په حواله لیکلي چې هغه وخت چې چرس هضم شي او بیا په مستقیم ډول اعصابو ته ورسیږي نو د دې اغیز بیا ډیر زیات وي. د ورځپاڼې په حواله د دغه راز ستونزو اغیز بیا په ماشومانو کې د ځوانانو په پرتله ۱۰۰ برابره لوړ دي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: