1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کې د یوه ترهګریز برید احتمال

۱۳۹۶ خرداد ۲۹, دوشنبه

د فرانسې په شانزه لیزه لوی سړک کې یوه سړي خپل موټر د پولیسو پر موټر ور ورستی دی. ویل کیږي چې یوه چاودنه به رامنځته شوي وي. څيړونکي اټکل کوي چې دا یو برید وو، نه حادثه.

https://p.dw.com/p/2ey2b
Frankreich Champs Elysees Polizei
انځور: Reuters/G.Fuentes

په پلازمېنه پاریس کې چارواکو اعلان کړی دی چې د پاریس د ترهګرۍ ضد څارنوالۍ د شانزالیزه په سړک کې د پولیسو پر موټر د احتمالي برید په اړه خپلې څیړني پیل کړي دي.

ویل کیږي چې د دغه موټر چلونکی چې کیدای شي وسله یې هم لرلې وي، ځان سخت ټپي کړی دی. د فرانسې د کورنیو چارو وزات یوه ویاند ویلي دي «ډیر احتمال شته چې نوموړی کس مړ وي». ویاند زیاته کړې چې په دې پيښه کې بل څوک نه دی ټپي شوی.

د دغې پيښې په تړاو تر اوسه پورې دقیق معلومات دي ورکړل شوي. په داسې حال کې چې د فرانسې خبري آژانس د موټرو تر جنګیدو وروسته د یوې چاودنې رامنځته کیدو خبر ورکړی وو، خو نورو رسنیو بیا ویلي دي چې موټر اور اخیستې دی.