1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

فرانسه، ترهګر، نوی کال

۱۳۹۵ آذر ۱, دوشنبه

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې د دې هیواد په ستراسبورګ او مارسیلي سیمو کې یې د اوو کسانو له نیولو سره د یوه ترهګریز برید مخه نیولې ده. په نیول شویو کسانو کې د افغانستان، فرانسې او مراکش وګړي شامل دي.

https://p.dw.com/p/2T1Ol
Frankreich Weihnachtsmarkt Straßburg
انځور: Getty Images/AFP/P. Hertzog

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کزینوف، ویلي دي چې د شکمنو کسانو نیول له فرانسوي چارواکو سره مرسته کړې ده چې د دې هیواد په خاوره کې د یوه پلان شوي ترهګریز برید مخه ونیسي.

دغه چارواکي روښانه کړې ده چې اوس په دې هکله څیړنې روانې دي چې روښانه کړي ایا پلان شوې وه چې د فرانسې په څو بیلابیلو برخو کې په یوه وخت کې څو بریدونه ترسره شي او که نه.

پولیسو د شنبې او یکشنبې په شپو د ستراسبورګ او مارسیلي ښارونو کې چاپې وهلې دي. دغه اقدام تر اتو میاشتو څیړنو وروسته شوی دی. یوې امنیتي سرچیني د فرانسې خبري آژانس ته د نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي دي: «دقیقو معلوماتو د دغو کسانو نیول کیدل اړین کړل.»

په فرانسه کې اوس هم د پاریس د بریدونو له کبله اضطراري حالت نافذ دی. دې هیواد چارواکي ددغه حالت د غځولو په هڅه کې دي. داسې ښکاري چې د اسلامپاله افراطیانو له خوا په فرانسې کې د بریدونو د ترسره کید ګواښ په اړه بحثونه د دې هیواد په ټاکنو کې مهم نقش ولوبوي.

برنارد کزینوف د دوشنبې په ورځ وویل: «د ترهګرۍ ګواښ هیڅ کله هم زموږ په خاوره کې دومره جدي نه وو.» هغه زیاته کړه: «صفر سلنه ګواښ نه شي تضمیندای او هر څوک چې یې ژمنه کوی د فرانسې خلکو ته دروغ وایي.»

د فرانس د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې د روان کال له پیل راهیسې ۴۱۸ کسان له ترهګرو سره د اړیکه لرلو په تور نیول شوي دي. په ستراسبوګ کې امنیتي ځواکونه د نوي کال د میلیو له پیلیدو سره په تیارسئ حالت کې دي. چارواکي وایي چې که کواښونه ډیر شي نو ښایي دغه مراسم لغوه او یا هم وځنډول شي.