1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانکفورت هوايي ډگر کي له قاچاق سره مبارزه

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۷, جمعه

په اروپا کي د مخدره موادو قاچاقبران د فرانکفورت هوايي ډگره له لاري د تيريدو ډيري هڅي کوي. هره ورځ له دغه هوايي ډگره نزدې ۱۰۰۰ الوتکي د اروپا او نوري نړۍ مختلفو هیوادونو ته الوزي.

https://p.dw.com/p/18y4f
Monitor lässt erkennen, wo Drogen versteckt sind. Foto: DW/Wolfgang Dick, Redaktion Deutschland Hintergrund Mitarbeiterin des Zolls am Flughafen Frankfurt kontrolliert Päckchen am Spezial-Detektor
Deutschland Drogenfahndung Frankfurtانځور: DW/W. Dick

شتیفن بیشوف له ۳۵ کلونو راهیسي د فرانکفورت په هوايي ډګر کې د محمولو د کنترولونکې اداري د مشر په توګه کار کوي. هغه وایي: «نور موږه دغه ډول پېښي نه حیرانوي.» هغه ځکه دغه خبره کوي چې د فرانکفورت په هوايي ډګر کې یې د مخدره موادو د پټولو ډیر حیرانوونکي تخنیکونه لیدلي او افشا کړي دي.

بیشوف د یوې برازیلۍ ښځي کیسه کوي چې غوښتل یې د فرانکفورت د هوایي ډګر له لارې قاچاق وکړي. دغه میرمن د وګړو او بکسونو له تلاشۍ څخه تیره شوې وه، چي وروسته بيا د هوایي ډګر د یوې ښځینه کارکوونکي پام د هغې کوبای پتلون ته واوښت. د دغي ښځي پتلون ډیر کلک پریښیده. نو تر دې وروسته د ګمرک مامورینو هغه یو ځل بیا د یو ډول الې په واسطه وپلټله چې د مخدره موادو وړوکي ذرې پیدا کولای شي. د دغي دوهمي پلټني پایلې مثبتې وي.

بشوف وایي: «په دې قضیه کې کوکایین له یو ډول مایع موادو سره یوځای شوي ول او بیا هغه په کالیو وهل شوي ول. نو له همدې کبله د هغې پتلون ډیر شخ پریښدی.»

د فرانکفورت د میدان دغه کارکوونکی وایي چې کوبای پتلون د دغه کار له پاره ډیر مناسب وي. هغه وایي چي په دغه شان قضیو کې سړی کولای شي د پتلون د لمسولو له لارې په دې پوه شي چې کیدای شي په هغه کې مخدره مواد ځای پر ځای شوي وي.

په فرانکفورت هوايي ډگر کي يو تربيه سوی سپی له پوليسو سره د بکسونو د تلاښۍ پرمهال
په فرانکفورت هوايي ډگر کي يو تربيه سوی سپی له پوليسو سره د بکسونو د تلاښۍ پرمهالانځور: DW/W. Dick

د مخدره موادو د قاچاق په دغه شان میتودونو کې د یوه باتجربه کارکوونکي لید کافي نه وي. نو له همدې کبله د فرانکفورت په هوایي ډکر کې ډیر شمیر باتجربه کسان کار کوي. تر هغه وروسته چې د هوایي ډګر کارکوونکو د دغې میرمنې له پتلون څخه کوکایین بیل کړل، نو څه نا څه اته کیلو شول. په اروپايي مارکیتونو کې د دغه اندازه کوکایینو بیه ۴۰۰۰۰۰ یورو ته رسیږي.

د مخدره موادو قاچاق وړونکي ډیر وخت هڅه کوي چې د هوایي ډګر د کارکوونکو له همدردۍ څخه هم ناوړه استفاده وکړي. ډیر وخت قاچاق وړونکي د زړو وګړو او معیوبینو د بایسکلونو په ټایرونو کې هم کوکایین ځای پر ځای کوي. په داسې کې چې بېشوف خپل سر خوځوي وايي چې «د بې حیایي داسې پېښي هم رامنځ ته کیږي.» هغه وایي:

«د مخدره موادو د پټولو ډیري زیاتې لارې موجودې دي. مخدره مواد په مایع موادو باندې بدلیږي او یا هم په تقلبي ډول په کارتنونو کې ځای پر ځای کیږي. او یا خو بیا په میوو او ترکاریو کې ایښودل کیږي. د بېلګې په توګه اناناس. قاچاقچیان د اناناس اوبه خالي کوي او پر ځای یې پکې مخدره توکي ځای پر ځای کوي. دغه میتودونه بیا د ایکس د شعاع او سپیانو په مرسته موندل کیدای شي.»

دا یوه روښانه خبره ده چې د مخدره توکو د موندلو له پاره یوازې شخصې تجربې کافي نه دي بلکې باید د هوایي ډګر کارکوونکي له تخنیکي وسایلو څخه هم کار واخلي. نو له همدې کبله د فرانکفورت په هوایي ډګر کې ډیر پرمختللي تجهیزات ځای پر ځای شوي دي. دغه الات د «آیتم آیزر3» او یا « فیرست دیفندر» په نوم یادیږي. د « فیرست دیفندر» په پلټونکي ماشین کې د څه نا څه ۱۵۰۰۰ ډوله مخدره توکو مشخصات ثبت شوي دي او له همدې کبله هغه کولای شي چې دغه مخدره توکي ډیر ژر ومومي.

د پست له لارې د مخدره موادو قاچاق

شتیفن بیضوف وایي چې اوس هم د پست له لارې د مخدره موادو قاچاق په نړۍ کې د قاچاقبرو تر ټولو ګړندۍ طریقه بلل کیږي. دغه شیوه نه یوازې ګړندۍ ده، بلکې په عین حال کې ورباندې ډیر لږ مصرف هم راځي. په دې شیوه ډیر وخت په څو پوستونو کې لږ مخدره توکي ځای پر ځای کیږي او بیا له نامعلومو او غلطو ادرسونو څخه یوه ځای ته استول کیږي.

اوس نو د هوایي ډګر کارکوونکي له خاصو ځایونو څخه پراوازونه د خاصو مخدره توکو د موندلو له پاره څیړي. د بیلګې په توګه له لاتین امریکا څخه په پروازونو کې کوکایین، د سویل ختیځ اسیا هندوستان او پاکستان په پروازونو کې هیرویین، تریاک او کوکایین لټول کیږي.

پر دې سربیره پستي بستي هم تر ایکس رې ماشین لاندې تیریږي ترڅو پکې احتمالي ځای پر ځای شوي مخدره مواد وموندل شي. په ځینو حالات کې باید توکي څو وارې له ماشینونو څخه تیر کړل شي، ترڅو پکې ځای پر ځای شوي مخدره مواد وموندل شي.