1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فليپين کي بېړنيو مرستو ته سخته اړتيا ده

سيدرياض/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۲۰, دوشنبه

آلمانی مرستندویه سازمان CARE، وایي چې د فلیپین توپان ځپلي خلک سمدلاسه روغتیایي خدماتو، د څښاک اوبو، خوراکي موادو او روحي پالنې ته اړتیا لري. په سیمه کې دغه مصیبت د وروستۍ سونامي راهیسې بې ساری دی.

https://p.dw.com/p/1AFVT
انځور: Reuters/Ted Aljibe

د آلماني مرستندویه سازمان CARE، همکاره سندرا بولینګ، په فلیپین کی د اوونۍ د پیل د توپان ناورین له نزدې لیدلی دی. دویچه ویله له هغې سره د موجوده وضعیت په اړه یوه مرکه کړې ده.

دویچه ویله: اوس هلته وضعیت څه ډول دی؟

بولینگ: موږ نن سهار (د نومبر ۱۱مه) د لیتې په ټاپو کې پروت د اورموک ښار ته ورسیدو. څرنگه موږ د بیړۍ څخه ښکته شو، په اصطلاح پښه مو په ناورین ځپلي سیمي کې ولگیده. بندر ویجاړ شوی دی. د سړک ښي او کیڼ اړخ ته سړی د کورونو خرابۍ ویني، د کورونو بامونه د بریښنا پر مزو داسې ځړیږي لکه په تنابونو چې لاسي دستمالونه ځوړند وي. سړی په واقعي توگه د دغه توپان شدت لیدلا شي چې په دغه ټاپو کې یې ویجاړۍ رامنځ ته کړي دي. خو په دغه ځای کې ډیر حرکتونه هم تر سترگو کیږي. ښار له خلکو څخه ډک دی، خلک په اوږدو کتارونو کې د تیلو د ټانکونو، درملتونونو او د پلورنځایونو مخې ته ولاړ دي.

دویچه ویله: دا کار څومره ستونزمن وو چې ناورین ځپلي سیمي ته ورسیږئ؟

بولینگ: موږ د فلیپین له پلازمینې مانیلا څخه د کیبو ټاپو ته د الوتکي په واسطه ولاړو او له هغه ځایه مو لیتې ته د تگ له پاره په یوه بیړۍ کې سفر وکړ. دغه سفر په نسبي توگه په ښه شان سره ترسره شو، خو اوس مخ پر وړاندې تگ ستونزمن دی. موږ ناورین ځپلي ښار تاکلوبان ته پر لار یو، خو موږ کابو نیمه ورځ د تیلو په رانیولو تیره کړه. موږ خواړه هم باید رانیولي وای ځکه چې په دې نه پوهیږو چې هلته به تگ څومره وخت ونیسي او پر دې سربیره په دې هم نه پوهیږو چې په تاکلوبان کې وضعیت څه ډول دی. ښایي موږ په موټر کې ویده شو. ټول مرستندویه سازمانونه له دغه ستونزې سره مخامخ دي، دا یو نامعلوم سفر دی. په دې هم څوک نه پوهیږي چې د سړکونو وضعیت څه ډول دی. رسنۍ ډیري توجه د تاکلوبان ښار ته کوي، خو موږ داسي رپوټونه هم اوریدل چې په یو شمیر نورو ښارونو کې هم ورته وضعیت دی.

دویچه ویله: د غلا او خلکو د عصباني کیدو او زور زیاتي ته د مخه کیدو رپوټونه شته ځکه چې دغه خلک د خوړو له پاره څه نه لري. په دې اړه څه ویلای شئ چې دا به څومره وخت ته اړتیا ولري چې دغو خلکو ته مرستې ورسیږي؟

بولینگ: موږ نن سهار د اورموک، له مرستیال ښاروال سره خبرې وکړي. هغه موږ ته وویل چې طبعي خبره ده چې محلي ادارو پر خلکو باندې خوراکي توکي ویشلي دي. دا هغه خوراکي توکي ول چې په دوکانونو کې موندل شوي ول او یا تر دې دمخه دوی په ښاروالۍ کې د ریزرف په توگه ساتلي ول. خو مرستیال ښاروال موږ ته دا هم وویل چې دوی به تر سبا پورې نور خوراکي مواد و نه لري او دی هیله من دی چې سبا یا بل سبا لومړنۍ مرستې راورسیږي. یعنې اوس مرستې ویشل کیږي، خو دا د ډیر وخت له پاره بسنه نه کوي.

دویچه ویله: خلک په لومړني سر کې کومو بیړنیو مرستو ته اړتیا لري؟

بولینگ: تر ټولو بیړنۍ اړتیا روغتیايي مرستو او د څښاک پاکو اوبو ته لیدل کیږي. د بیلگې په توگه دلته د اورمک په ښار کې ټول کوهیان او د اوبو کانالونه له منځه تللي دي. خلک په اوسني وخت کې اوبه یوازې له ویجاړو شوو پايپونو څخه اخلي. ما هم داسې د سړک پر غاړه د خلکو یو اوږد کتار ولید چې د اوبو یوه ویجاړ شوي پایپ ته ولاړ ول، چې له هغې څخه اوبه رابهیدې. په هر حال د څښاک پاکې اوبه په اولني لومړیتوب کې راځي یا طبي اقدامات. پر دې سربیره د ساري امراضو د خپریدو ویره هم شته. ما داسې هم اوریدلي دی چې روغتونونو ته ډیر شمیر خلک د تداوۍ له پاره وروړل شوي دي. ځکه چې دغو کسانو د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه درلود او یا یې هم کورونه له منځه تللي او د باندې ویده کیدو ته اړ شوي دي. په دریم قدم کې خواړه دي. خلک خوړو ته اړتیا لري، هغوی سرگردانه دي او هڅه کوي چې خپلو کورنیو ته یو څه پیدا کړي.

دویچه ویله: داسې باور کیږي چې د وژل شوو کسانو شمیر لوړیدای شي. په اوسني وخت کې حکومت اټکل کوي چې ښایي د وژل شوو کسانو شمیر لسو زرو تنو ته ورسیږي. څه فکر کوی چې شمیر به تر دې هم زیات شي؟

بولینگ: ښایي دا امکان ولري. خو په رښتیا سره زه په دې اړه سم اټکل نه شم کولای، ځکه چې هیڅ ډول اطلاعاتو ته لاس رسی نه لرو. خو په هر حال د ناورین دې کچې ته په کتو سره دا امکان لري چې د قربانیانو شمیر لوړ شي. ځکه چې تر ټولو زیات ټولو کلیو او بانډو ته لاس رسی نشته او له ډيرو سیمو سره هیڅ رنگه ارتباط نشته. دا به یو وخت ته اړتیا ولري چې سړی د دې پوره انځور ولري.

سندرا بولینگ د CARE، په نو له مرستندویه سازمان سره کار کوي. په اوسني وخت کې هغه په فلیپین کې د تاکلوبان سیمې ته پر لار ده.