1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فليپين کي د مرستو د وېش لړۍ روانه ده

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۲۷, دوشنبه

په فلیپین کې د «هییان» په نوم توپان تر تیریدو یوه اوونۍ وروسته په وضع کې یو څه ښه والی راغلی دی. اوس زیات خلک لږ تر لږه د سر پنا له پاره یو ځای لري. خو لا هم د څښاک د پاکو اوبو، بریښنا او دارو درملو کمی شته.

https://p.dw.com/p/1AKFu
انځور: DW/P. Hille

د کیبو ټاپو په شمال کې پروت د پېندوگ، ښار د باسکیټبال په یوه پخواني لوبغالي کې مرستو ته په تمه کسان چې یو لارۍ موټر ویني، نو د خلکو په منځ کې خوښي را پيدا کيږي. د ماسپیښین په سره لمر کې خلکو د دغه لحظې له پاره ډیر انتظار ایسته. د باسکیټبال په پخواني لوبغالي کې خلک په کتار کي دریږي، چې د خوړو له پاره یو څه تر لاسه کړي.

اوس له دغه لارۍ موټر څخه هر یوه تن ته یوه پلاستیکي کڅوړه ورکول کیږي. په دغو کڅوړو کې د کبانو کانسرو شوي غوښي يوه کلچه صابون، یوه خلته وریجي او دوه بوتله اوبه دي. هغه کسان چې خلتې یې تر لاسه کړي دي او د کور پر لور روان دي، په کرار غږ سره وایي: «مننه، مننه.»

خو دغه مرستي تر یوې ورځې زیات بسنه نه کوي. دا چې بله ورځ به هم د مرستو کومه لارۍ دغي سیمي ته راشي، په اړه یې څوک څه نه شي ویلای. دغه خلک له گاونډي سویلي ټاپو څخه پر راتلونکو مرستو باندي تکیه کوي. دغه مرستې دا ځل د کیبو ښار یو شمیر شتمنو کورنیو دغه ځای ته استولي وې. لا تر اوسه د فلیپین د حکومت له خوا دغو خلکو ته کومې مرستې نه دي رسیدلي.

د کیبو ولایت والي هیلاریو ډیویډ دریم، له دویچه ویله سره په مرکه دا خبره ومنله چې حالت ډېر ستونزمن دی. د هغه په وینا تر توپان وروسته یوازي د کیبو په شمال کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ کورنۍ مرستو ته اړتیا لري. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه:

«مرستې ویشل شوي دي، خو ټولو تر لاسه کړي نه دي، ستونزه دا ده چې موږ ډیر کم نقلیه وسایط لرو چې مرستې ټولو ځاینو ته ورسوي. خو موږ هڅه کوو چې دغه ستونزي له منځه یوسو.»

کیبو ته د تلونکي سړک په امتداد ډیری خلک د سړکونو پر غاړه ولاړ وي او په خپل لاس لیکل شوي لوحي له ځانه سره چې پرې لیکل شوي وي: «زموږ سره مرسته وکړئ.» لري. د کیبو والي پر دې خبره ټینگار کوي چې «دوی هر هغه څه کوي چې په وس یې پوره وي.»

غټو ښارونو ته مرستې گړندۍ رسیږي. د بوگو په ښار کې چې ۷۰۰۰۰ نفوس لري، خلک د وریجو پنځه کیلویي بوجۍ تر لاسه کوي. دغه مرستې یا خپله د فلیپین د حکومت له خوا وراستول شوي دي او یا هم د شخصي مرسته کوونکو او شرکتونو له خوا. هغوی د ترپالونو په واسطه له باران څخه ځانونه خوندي ساتي، ځکه چې د توپان له امله د کورونو بامونه نړیدلي دي. د دغه ښار په مرکزي بازار کې پر خلکو باندې د وریجو بوجۍ ویشل کیږي.

که څه هم د خوراک له پاره پوره خواړه موجود وي، بیا هم د ډیرو ناروغانو او ټپیانو غم لا نه دی خوړل شوی. د بوگو ښار روغتون د توپان له امه نه دی ویجاړ شوی او یوازي د څو کړکیو ښیښې ماتي شوي دي. خو د ناروغانو شمیر ډیر دی. روغتون ته د تدواۍ له پاره راغلي ناروغان په یوه اوږده کتار کي ولاړ دي.

اسرائیلي پوځ په دغه ځای کې یو گرځنده روغتون جوړ کړی دی. د پنجشنبې په ورځ ۱۴۸ سرتیرو تر روغتون د باندې له خیمو څخه یو گرځنده روغتون جوړ کړ. د دوهې بریدمنې لیبي وایس د وینا له مخې، تر هر څه زیات روغتیایي مرستو ته اړتیا ده.

د کیبو ښار په شمال کې د څښاک د پاکو اوبو رسوونکي ټانکرونه هم ښایي د اوږده وخت له پاره په ماموریت کې پاتې شي. د کیبو ښار د مرکز څخه شمال د یوه طرف لاره درې ساعته وخت نیسي. د مالباگو په سیمه کې تر ناورین وروسته دا لومړی ځل دی چې دغو خلکو ته د څښاک پاکي اوبه برابریږي. تر اوسه لا په دغه ځای کې کومه داسې تصفیوي دستگاه نه ده فعاله شوې چې اوبه دې پاکې کړي.

د تیرې شنبې په ورځ د آلمان د تخنیکي مرستو سازمان چې انگلیسي مخفف یې (THW) دی، دغه سیمې ته رسیدلی دی. د هغوی موخه دا ده چې په کیبو کې څومره ژر چې امکان ولري، خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو زمینه برابره کړي.