1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فلیپین کې سیلابونو ۱۵ تنه وژلي دي

۱۳۹۱ مرداد ۱۷, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15l2V

د فلیپین په مرکز مانیلا کې د موسمي بارانونو له امله سخت سیلابونه راغلي دي. د مانیلا ښار چې پکښې ۱۵ میلیونه انسانان ژوند کوي د ښار په ځینو برخو کې تر یو نیم میتره پورې اوبه ولاړې دي.

د تازه راپورونو پر اساس په دغه سیلابونو کې د پنځلس تنو د وژل کیدو خبر هم ورکړل شوی دئ. زیاته شوې ده چې لږ تر لږه ۲۰ زره تنه خپلو کورونو پريښودلو ته اړ شوي دي. مکتوبونه او زیاتره دولتي دفترونه رخصت کړای شوي دي.