1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فيليپين کي د يوه آلماني يرغمل د قتل ويډيو خپره سوې

۱۳۹۵ اسفند ۹, دوشنبه

په فيليپين کي ابو سياف ياغي ډلي يوه داسي ويډيو خپره کړې ده چي پکښې داسي ښکاري چي تښتول سوی آلمانی وژل کيږي. چارواکي اوس د دغي پيښي او يرغمل سوي د جسد موندلو په لټه کي دي.

https://p.dw.com/p/2YJTQ
Philippinen Deutschland Segelboot Entführungsopfer Abu Sayyaf
انځور: picture alliance/AP Photo/Wesmincom

د فيليپين چارواکو د يکشنبې په ورځ د هغه مهلت په سرته رسېدو سره چي ياغيانو د دغه يرغمل سوی آلماني پر سر د پيسو ترلاسه کولو ته ټاکلی وو، د هغه د مرگ خبر ترلاسه کړی دئ.

ابو سياف ډلي د خپلو پلويانو «داعش» په يوه پاڼه کي د دغه آلماني يرغمل سوی کس د وژلو ويډيو په خپرولو سره د هغه د مرگ خبر ورکړی دئ. په دغه ويډيو کي ښکاري چي تښتول سوی آلمانی يورگن کانتنر، پر يوه مځکي چي چمن هم لري په کښته سر ناست دی او يوه سړي ئې پر غاړه چاړه ور ايښې ده.

په دغه ويډيو کي يرغمل سوی وايي: «اوس دوی ما وژني.»

ابوسياف ياغي ډلي د دغه يرغمل سوی آلماني د آزادۍ په بدل کي د ۳۰ ميليونو فيليپينۍ پيسو «پسوی» (نژدې ۶۰۰زره يورو) غوښتنه کړې وه او ويلي ئې ول چي که تر يکشنبې ورځي (۲۶فيبرورۍ) دوی ته و نه رسيږي يرغمل به ووژني.

د فيليپين پوځ ويلي دي چي دوی تر اوسه پوري دغه ويډیو ليدلې نه ده او تلاښ کوي چي د پيښي رښتنوالی معلوم کړي.

آلمانی يورگن کارنتنر، د تيرکال په نوامبر مياشت کي ياغيانو د فيليپين په جنوب کي د يوه سفر پرمهال له خپلي ۵۹کلني ماينې سره يرغمل کړ. مېرمن ئې پر هغه ځای د مقاومت په سبب ووژل سوه او جسد ئې په يوه کښتۍ کي ايښوول سوی وو.