1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قاهره کي د احتجاجي کمپونو د ويجاړېدو حال

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۲۴, پنجشنبه

مصري پولیسو په قاهره کې د دغه هیواد د ګوښه شوي ولسمشر محمد مرسي، د پلویانو دوه کمپونه ویجاړ کړي دي. هغه مهال چي پولیسو د مظاهره کوونکو کمپونه ویجاړول، د دویچه ویله خبریال هم په سیمه کې حاضر وو.

https://p.dw.com/p/19QHT
Image #: 23829493 Smoke rises at Rabaa al-Adawya square following clashes between Egyptians supporting ousted president Morsi and riot police in Cairo, Egypt, 14 August 2013. Violence spread across much of Egypt after police cleared two encampments of Morsi's supporters, showering protesters with tear gas as the sound of gunfire rang out. Photo by Ahmed Asad APA /Landov
Ägypten Räumung des Mursi Anhänger Lagers in Kairo 14. August 2013انځور: picture alliance/Landov

په سوونو پوځيانو په قاهره کې د مظاهره کوونکو لوی احتجاجي کمپ ته په ټانکونو کې راغلل. کله چې د دویچه ویله خبریال کوښښ وکړ چې سیمي ته ورنزدي شي، نو یوه پولیس هغه ته د مخکې تلو اجازه ور نه کړه او ویې ویل: «دا ځای خطرناک دی!» امنیني ځواکونه ټول خبریالان تلاشي کړل، خو هغوی ته یې اجازه ور نه کړه چې کمپ ته ننوځي.

یوه سرتیري خبریالانو ته وویل چې مظاهره کوونکي په کمپ کې خپلو خیمو ته اور اچوي او پر یو بل باندې ډزې کوي، ترڅو د دغه کار پړه پر امنیتي ځواکونو باندې واچوي.

له دې کمپه یوازې څو سوه متره لیرې، د ګوښه شوي ولسمشر محمد مرسي ډیر شمیرپلویان سره راټول شوي ول. د دغو کسانو په ډله کې ځینو یې په لاس کې ډبرې هم لرلې. هغوی ډیر په غوسه ول. دا خبره د دغو معترضینو له څیرو څخه څرګندېده.

د قاهرې په کوڅو کي مظاهره کوونکي
د قاهرې په کوڅو کي مظاهره کوونکيانځور: DW/M.Sailer

له دغو کسانو څخه لږ لیرې، یو شمیر نورو مظاهره کوونکو یو سخت تپي شوی کس روغتون ته لیږداوه. دغه وکړی پر سر ویشتل شوی وو. خو لږ وروسته بیا د دغه کس د مړیني خبر را ورسېد. د مصر د وروستیو پيښو له کبله ډیر مصریان خواشنیي او په غوسه دي. د ښار په بیلابیلو سیمو کې د وژل شویو کسانو له پاره د ماتم مراسم هم نیول شوي دي.

يوتن مظاهره کوونکی چي ځان صوبي معرفي کوي وايي: «موږ غوښتل چې له یوې بلي مظاهرې سره یوځای شو چې د لویې لارې پر سر مو دغه کسان [مظاهره کوونکي] ولیدل. کله چې موږ هغوی ته نزدې شو نو پولیسو لومړی پر موږ باندې اوښکې بهوونکي گاز وپاشه، او بیا یې ډزې راباندي وکړې.»

د کمپ د پاکولو پر مهال په پرله پسې ډول د اوښکې بهيوونکی گاز د پاشلو غږ اوریدل کیدی. خو بیا هم د مظاهره کوونکو شمیر ډیرېدی. مظاهره کوونکو پولیسو په ډبرو ویشتل، خو د هغوی ډبرو د پولیسو د اوښکې بهيوونکي گاز مقابله نه شوای کولای.

«حالات سوریې ته ورته دي»

کله چې په کمپ کې د ډزو غږ واوریدل شو، نو مظاهره کوونکي له پولیسو څخه وتښتیدل. په داسې حال کي چي مظاهره کوونکي له پوځیانو څخه تښتیدل، خو بیا هم د هغوی شمیر د ډیریدو په حال کې وو.

که څه هم ځینو کسانو له ټپي شویو مظاهره کوونکو سره مرسته کوله، خو ډیر شمیر ټپیانو ته مرسته پر وخت نه رسیده. د سړک غاړې ته یو شمیر مظاهره کوونکو یو تن ټپي شوی کس لېږداوه. هغه په مرمۍ ويشتل شوی وو خو هيڅوک هم و نه توانیدل چې د دغه ټپي شوي کس وینه ودروي. دوې ځواني ښځي د دې ټپي پر سر ولاړې وې او په لوړ آواز یې ژړل.

آن یو شمیر نارینه هم په ژړا ول. پنځوس کلن احمد چې له لیرې لاري یې د دغه وضعیت ننداره کوله، په ژړا وویل: «دا هر څه ډیر بد دي. دا هغه څه ته ورته دي چې بشار الاسد په سوريه کې ترسره کول.»

په کمپ کې ډیر شمیر ټپي شوي کسان یو نزدي مسجد ته د درملني له پاره لیږدول کیدل. د هرې شیبې په تیریدو سره لا ډیر ټپیان مسجد ته راوړل کېدل.