په قاهره کي مظاهرې رواني دي
۱۳۹۱ آذر ۲۹, چهارشنبهاعلان
د مصر په پلازمېنه قاهره کښي په زرونو مظاهره کوونکو د جمهوري رياست په مخکي د اساسي قانون د مسودې پر ضد اعتراضونه پیل کړي دي. د اساسي قانون د لومړۍ دورې تر ریفراندم وروسته په اوله لویه مظاهره کښي د حکومت مخالفینو د: «اخوان المسلمين واکمني دي نه وي» او «ستاسي اساسي قانون بې تأثیره دی.» شعارونه ورکول. اپوزيسون پر جمهور رئيس محمد مرسي او د ده پر اخوان المسلمين باندي تور لګوي، چي د اساسي قانون د ژر جوړي سوي مسودې په واسطه سره غواړي په مصر کي یو تندلاری اسلامي دولت جوړ کړي.