په قاهره کي يو اورگاډی له پټلۍ اوښتی دئ
۱۳۹۱ دی ۲۶, سهشنبهاعلان
په مصر کښي د یوه اورگاډي د چپه کیدو په پيښه کښي ۱۹ تنه انسانان وژل سوي او۱۰۰ نور ټپي سوي دي. د رسنیو په حواله دغه اورګاډی چي د قاهرې په جنوب کښي روان وو، له پټلۍ څخه اوښتی دی. په پيښه کښي ژوندي پاته سوو کسانو ویلي دي چي اورگاډی په ډير سرعت سره روان وو. د اکثرو ټپيو کسانو صحي حالت ډیر خراب دی.