1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قرغزستان کښی نن د جمهوري رياست انتخابات شروع سوي دي

۱۳۸۸ مرداد ۱, پنجشنبه

د قرغزستان پلازمينه بشکک د پراخه سړکونو او شنو چمنونو په لرلو سره يو ښکلی شين ښاردی ...

https://p.dw.com/p/Ivsn
د قرغزستان پايتخت بشکک يوه منظره
د قرغزستان پايتخت بشکک يوه منظرهانځور: picture-alliance/ dpa

دا سړکونه او چمنونه هم د هماغه لويو حکومتي ودانيو او د استوګني د جګو تعميرونو په څير، چې په يو خاص ډول جوړ شوي، د پخواني شوروي اتحاد د وخت پاته شوي دي .

د سفر د وسايلو له لحاظه قرغزستان ډير پرمختګ کړی دی اوس د والګا، نيوا او لاډا پر ځای د مرسډيز واړه بسونه او د لويځ څخه وارد شوي نور نقليه وسايل د بشکک پر سرکونو ليدل کيږي .

نن په دغه هيواد کې د ولسمشرۍ دپاره انتخابات ترسره کيږي . د سړکونو د غاړي پر لويو لوحو باندي د نورو ترڅنګ داوسني رييس جمهور باقي يف انځورونو ځړول شوي دي . دده نوم په سپينو تورو پر سرې لوحې ليکل شوی او ورسره په انځورونو کې د قرغزستان خلک، زاړه ،ځوانان، بزګران او انجينران ټول ولاړ دي . په دې مانا چې ګواکي دوی ټول يې ملاتړ کوي . که څه هم ټول ولس به دده پلويان نه وي خو ددې حقيقت څخه هم سترګې نسي پټيدلای چې د قرغزستان ډيرکي خلک په دې آند دي چې پخوانی رييس جمهور به د هيواد راتلونکې ولسمشر هم وي .

په دې اړه يوه قرغزستانۍ ميرمن وايي ، « د قرغستان خلک بايد په انتخاباتو کې خپله دلچسپي وښيي . مونږ به په انتخاباتو کې برخه اخلو، خو که رښتيا ووايم نو زموږ رايي به کوم بدلون رانولي . ماته ښکاريږي چې اوسنی ولسمشر به حتمي پر چوکۍ پاته شي . مونږ غواړو چې هغه د خپل ولس لپاره کار وکړي .»

يو بل سپين ږيری سړی چې باقي يف نه غواړي وايي ،

« باقي يف به بيا انتخاب شي . خو زه دا نه غواړم . ټول واک د هغه سره دی . د ښه والي په لور ډير کم بدلون تر سترګو کيږي . بډي اخيستل ، اختلاس او د خپلو خپلوانو ملاتړ په سيسټم کې دوام لري .»

په دې ورستيوکلونو کې قرغزستان ډير اقتصادي پرمختګونه کړي دي . سربيره ددې چې دا هيواد د تيلواو ګازو کومي لويي زيرمي نه لري . يوازي د مواصلاتو بخش او د رخت جوړولو صنعت، ددې هيواد اقتصاد ته يوڅه ګټه رسوي . نو د وګړو زيات شمير يې د فقر او غريبۍ ژوند تيروي . لکه دا ځوانه ښځه زينا او دهغې خاوند جوشان چې د پسونو د رمې سره په غرونو کې ژوند کوي . دلته نه تلويژيون سته اونه راډيو او انتخابات به هم ددې ځايه ليري ترسره کيږي .

دغه ميرمن وايي، « نه، زه دلته خوشاله نه يمه . مونږ کار روزګار نه لرو . د ژوند شرايط مو ډير خراب دي . زه يو زوی لرم نوځکه انتخابات زما لپاره په زړه پوري دي .»

خو خاوند يې بيا دداسې وايي:

«نه زما له پاره نه ، ځکه ماته هيڅ ګټه نه رسوي . زما ژوند به همداسې وي څرنګه چې مخکې وو. کيدای سي ددې ټولټاکنو ورسته په ښارو کې يو څه بدلون راسي خو دلته، زه فکرنه کوم . »

قرغزستان د نوو تعميرو پر څنګ تاريخي آثار، لکه د 12 عيسوي پيړۍ څخه دغه منار هم لري
قرغزستان د نوو تعميرو پر څنګ تاريخي آثار، لکه د 12 عيسوي پيړۍ څخه دغه منار هم لريانځور: DW / Mikhail Bushuev

د ښار شتمن خلک هم دې غرونو ته راځي، خو د ساعت تيرۍ او رخصتۍ دپاره .

د بشکک د ښاره څخه راغلی يو 60کلن سړی داسي وايي : « کله چې اقايف وتښديده او موږ دا نوی ولسمشروټاکه ،نو ډيري هيلي مو درلودلې چې دی به يو ښه ولسمشروي . خو مونږ غلط شوي وو او نامناسبه کورنۍ مو ټاکلې وه . باقي يف اوه اته وروڼه لري . ټولو د حکومت په چارو کې مداخله کوله . په قرغزستان کې واليانو نه بلکه د هغو وروڼو ټولي پريکړي کولې . د وزير پر ځای د هغه وروڼوهمداشان د پريکړو صلاحيت لاره . ددې له کبله مونږ نه غواړو چې هغه بيا وټاکو. »

خو داسي نه ده چې ټول د ولسمشر پر ضد وي . د بشکک دښار څخه پنځوس کيلومتره وړاندي په ختيځ کې يو څو کوره آلمانان اوسيږي چې د سټالين د وخته هم دلته پاته دي . د روټفرنټ نومي يوه کلي کې د يکشنبې په ورځ په کليسا کې راغونډ شوي کليوال د خپل راتلونکي ولسمشر لپاره دعاګانې کوي . د رسنيو د نمايندګانو سره د مرکو څخه ټول ډډه کوي .

خو يوه راسره خپل نظر شريک کړ او وويل :« انتخابات د قرغزستان لپاره يو ډيره مهمه مرحله ده . مونږ د نوي ولسمشر د کاميابې دپاره دعا کوو . هغه مونږ ته ډير مهم دی او د برياليتوب هيله يې لرو. مونږ هر څه د خدای رضا ته پريږدو. مونږ هيڅ هم نسو کولای . هر څه د خدای په لاس کې دي .»

آيا ددې خلکو پر خدای عقيده رشتيا دومره پخه ده او که د حکومت د زورڅخه ويره لري؟

د بشکک خواته پر تللي سړک ، سړی د مخالف مشر حاتم بايف پوسټرونه ويني ، چې د کورونو پر دروازو، کړکيو او ګاراجونو لګول شوي دي . چې د بشري حقونو د کارکونکې ډينارا په نظر دا د زړورتيا يوه نخښه ده .

دا وايي، « په دې ورستيو وختوکې پر حکومت نيوکې کول ،سړی د ډيرو خطرونه سره مخامخ کوي . څوک چې پر حکومت انتقاد وکړي نو تر فشار لاندي نيول کيږي او ګواښونه ورته کېږي .پر خبريالانو بريدونه کيږي او وهل ټکول کيږي . څه موده مخکې مو يو آزاد خبريال الماس تاشي‌‌‌‌‌‌يوف ښخ کړ،چې د مليشاو له خوا نيول شوی وو،او مونږ ټول په دې باور يو چې د خپلو ژورنالستي فعاليتونو له کبله ووژل شو.»

په دې کې شک نسته چې د جمهوري رياست د ټاکنو له کبله قرغزستان په يوه حساسه مرحله کې قرار لري . او ددې ويره سته چې په دغه هيواد کې بيا يو زورواکه رژيم پر قدرت راشي .

لاک سټيفان/ بريښنا صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري