1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قرغستان کې ښايي نن پراخې مظاهرې وشي

۱۳۸۶ فروردین ۲۳, پنجشنبه

د قرغستان مخالف گوند غواړي چې نن تر لس زرو ډېر کسان احتجاجونو ته وهڅوي تر څو د نوموړي هېواد پر ولسمشر کرمانبېگ بکيېف باندې فشار راولي. په پلازمېنې بېشگک کې امنيتي تدابير د مظاهرو د دوهمې ورځې دپاره ټينگ شوي دي.

https://p.dw.com/p/DKEl
. په لسگونو تنه پوليس د دولت د ودانۍ څارنه کوي
. په لسگونو تنه پوليس د دولت د ودانۍ څارنه کويانځور: AP
په لسگونو تنو پوليسو د دولت د ودانۍ څارنه کوله. دوو زرو کسانو په عمومي واټ کې خېمې لگولې وې او هلته يې شپه تېره کړه. يوه ورځ وړاندې د اټکل له مخې شپږ زرو تنو په مظاهرو کې ونډه اخېستې وه. هغوی په ولسمشر باندې د ناکامۍ تور لگوي او وايي چې د رشوت او جنايتونو په وړاندې يې په کافي توگه مبارزه نه ده کړې. ولسمشر په خپل وار په مظاهره چيانو باندې تور لگوي چې غواړي کودتا وکړي.