1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قرغيزستان کي د چين پر سفارت ځانمرگی بريد

دويچه ويله فارسي۱۳۹۵ شهریور ۹, سه‌شنبه

د قرغيزستان په پلازمېنه کي د چين پر سفارت ځانمرگی بريد سوی. ويل کيږي چي په دغه بريد کي يوازي يرغل کوونکی وژل سوی دئ. د سفارت درې تنه ساتونکي ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/1Js12
انځور: picture-alliance/ZumaPress/Xinhua/Chen Yao

نړيوالو رسنيو د سه شنبې په ورځ سهار (۲۰۱۶م کال د اگست ۳۰مه) خبر ورکړ چي د قرغيزستان په پلازمېنه بيشکک کي د چين پر سفارت ځانمرگی بريد سوی دی.

د فرانسې خبري آژانس د قرغيزستان د پوليسو په حواله خبر ورکړی دئ، چي ځانمرگي بريدگر خپل موټر د چين سفارت پر عمومي دروازه ورځغلولی او د سفارت محوطې ته په ورننوتو سره ئې ځان چولی دئ.

د قرغيزستان د لومړي وزير مرستيال جنيش رازکوف، ويلي دي چي په دغه بريد کي يوازي يو کس وژل سوی دئ چي هغه هم پخپله بريدگر دئ.

د هغه په خبره د سفارت درې تنه قرغيزي ساتونکي په دغه بريد کي ټپيان سوي دي. د پيښي په اړه پوښتني گروېږني رواني دي او تر اوسه پوري د يرغل د انگېزې په اړه جزئيات نه سته.

په بشکک کي د چين سفارت ته څرمه استوگنځيو اوسېدونکو د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي چاودنه ډېره پياوړې وه، ځکه د دوی ودانۍ ئې لرزولي او هنداري يې ورماته کړي دي.

د فرانسې خبري آژانس دغه راز خبر ورکړی دئ چي د چين د سفارت چي يرغل پرې سوی او امريکا د سفارت چي د پيښي ځای ته نژدې دي ټول کاروونکي خوندي ځايونو ته انتفال سوي دي.

قرغيزستان د پخواني شوروي اتحاد له پخوانيو جمهوريتونو څخه يو دی چي په ۱۹۹۱م کال کي ئې خپله خپلواکي اعلان کړه. دغه هيواد د ازبکستان، قزاقستان، تاجيکستان او چين گاونډی دئ.