1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قره باغ کی ستانه شو کډوالو ته سرپناوی جوړیږی

۱۳۹۰ مرداد ۱۱, سه‌شنبه

د افغانستان پلازمینې کابل ، قره باغ ولسوالۍ ته د راستانه شویو کډوالو سره د مرستندویه موسسو د مرستو لړۍ بیا پیل شوې. دا خبره د نوموړی ولسوالی ولسوال وکړه

https://p.dw.com/p/129U3
په بلخ کی د یوی لیسی نوی جوړه شوی ودانی (آرشیف)
په بلخ کی د یوی لیسی نوی جوړه شوی ودانی (آرشیف)انځور: DW

مرسته کونکي وايي چې دا مرستې یې د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت پیل کړي دي .

د چارواکو په خبره د راستانه شویو دغو کډوالو هر کورنۍ ته یو سرپناه جوړوي چې په خبره یې دوه خونې او یو شپږ متره دهلیز به ولري.

دغه کډوال کابو دوه میاشتې وړاندې له ګاونديو هیوادونو، ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوی چې ویل کیږي یو سلو اویا کورنۍ دي. په قره باغ کی په سلګونو نور راستانه شوي افغان کډوال هم اوسیږي.

د قره باغ ولسوال خواجه محمد حنیف صدیقي وايي چی د دغې پروژې لګښت کابو نهه میلیون افغانۍ دی چې په وینا یې د یوې بهرني موسسې له لوري مرسته شوي دي.

صدیقی وویل. « د 176 کورنیو لپاره د سر پناه د جوړولو لګښت د اوترا په نامه یوی خیریه مؤسسی په غاړه اخیستی دی. هغوی ته د ودانی جوړولو مواد لکه ګادر، داروازی، کړکی د لرګیو تختی او نور داسی اړتیا وړ مواد ورکول کیږی. کار باید د هری کورنی غړی په خپله غاړه واخلی.»

محمد ظاهر چې په دې ورستیو کې له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستون شوی وايي د سرپنا لپاره یې له خامو خښتو دوه خونې جوړې کړي خوپه خبره یې دومره مالي توان نه لري چې کړکۍ ، دروازې او د چت د پټولولپاره ورته ګاډرې را ونیسي.

هغه د آلمان غږ راډیو ته وویل: «زمونږه کور د جنګونو له امله ویجاړ شوي و . په خپلو مټو مونږه وکولای شو چې دوه کوټې ځان ته جوړې کړو ولې د چت د پټولولپاره مونږ سره امکانات نه و او بیا مونږه دغه موسسې ته خپلې فورمې ورکړلې .»

نبي هم په داسې یو کور کې ژوند کوي چې د سوزو د موسسې له لوری د ورکړل شوې تعمیراتي توکو په مرسته یې جوړ کړی .

هغه وویل: « ما ځان ته یو کوچنی سر پناه جوړه کړی چی دوه کوټي لری چی دری متر عرض او څلور متر اوږدوالی لری. یو دهلیز مو چی دوه متره اوږد او دو متر سور لری، هم جوړ کړی.»

د قره باغ ولسوال وویل چی یو شمیر نورې کورنۍ لاهم شته چې د دغه موادو د ورکړی مستحق دي خو نورو پروژو ته سترګې په لاره دي .

هغه وویل دغو خلکو ته د مرستی په اړه وویل:« مونږ د سوزو او اوترا مؤسسو خپل پیشنهادونه ورکړی دی. د مستحقو کسانو غوښتنلکیونه مو د کډوالو د چارو وزارت ته هم استولی دی.»

له کابو اوو کالونو راهیسې د کابل قره باغ ته راستانه شوو افغان کډوالو سره دغسې مرستې کیږي او د چارواکو په خبره دا لړۍ به لا هم دوام وکړي.

فرهاد محمدي / قره باغ ولسوالۍ / کابل

کتونکی: عبدالباري حکيم