1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قطر کي دفتر پرانیستلو پر سر هوکړه شوې ده

۱۳۹۱ فروردین ۲۰, یکشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي ویلي دي چې افغانستان او قطر د یوه سیاسي د فتر د پرانیستلو په سر یوې پریکړې ته رسیدلې دي او په دې موخه به ډیر ژر د قطر د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/14ZYc
انځور: DW

ښاغلي موسي زي په کابل کې یو مطبوعاتي کنفرانس کې په خپلو خبرو کې وویل چې قطر ته د بهرنیو چارو وزېر زلمي رسول د سفر په پایله کې د هغه هېواد له چارواکو سره پر درې مهمو مسئلو هوکړه شوې ده چې یوه ئې هم د افغان دولت د وسله والو مخالفینو له پاره په قطر کې د دفتر پرانېستل دي:

« پر دې موافقه وشوه چې د افغانستان د دولت تر مشرۍ لاندې د سولې د پروسې د پرمختګ په موخه دې په دوحه کې د طالبانو او د افغانستان د دولت د نورو وسله والو مخالفینو سره د مذاکراتو له پاره یو دفتر پرانېستل شي.»

موسي زي زیاته کړه چې د دې دفتر پر شرایطو د خبرو اترو له پاره به ډیر ژر د قطر د بهرنیو چارو وزېر کابل ته راشي او په دې اړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ یو سند هم لاسلیک شي. هغه زیاته کړه چې د سولې خبرو بریا هله شونې ده چې مشري ئې افغان حکومت وکړي.

د موسی زي په وینا په دغه دفتر کې به د وسله والو مخالفینو سره مخامخ خبرې کیږي، خو ټینګار ئې وکړ چې ښکیلې غاړې به یواځې افغانان وي.

افغان حکومت د سولې د خبرو اترو د پیل له پاره د هغې یوې پتې موندل ضروري گڼي چې وکولای شي له دې لارې د خپلو وسله والو مخالفینو سره تماس ونیسي.

خو طالبانو څو وارې د مخه په خپلو خپرو شوو اعلامیو کې ویلي ول چې له افغان دولت سره به خبرې و نه کړي او یوازې له امریکایانو سره به دغه خبرې پر مخ بوځي، خو یو څه موده وړاندې طالبانو له امریکایانو سره هم د سولې د خبرو اترو د ځنډولو اعلان وکړ.

سره له دې چې په دغو خبرو اترو کې د امریکا او نړېوالې ټولنې منځګړتوب بنسټېز بلل شوی دئ خو جانان موسی زی وايي چې د سولې په خبرو کې امریکا او سیمه ییز هېوادونه یواځې د یو مرستندوی رول لوبوي:

«دلته د امریکا د منځکړتوب خبره اصلا مطرح نه ده، مونږ د سیمې د هېوادونو او نړېوالې ټولنې چې په هغې کې متحده ایالات اساسي رول لري، د سولې له پروسې څخه د دوی ملاتړ منو او هرکلی ئې کوو او د دوی نقش په دې پروسه کې تسهېل کونکی دئ.»

هغه په دې خبره ټینګار وکړ چې قطر ته د بهرنیو چارو د وزېر وروستی سفر هم په دې مانا دئ چې د سولې د خبرې اترو د ملکیت حق یواځې افغان حکومت ته خوندي دئ.

موسی زي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې له قطر سره دوه نورې موافقې هم شوي دي چې له مخې به ئې ډیر ژر دغه هېواد په کابل کې خپل سفارت پرانېزي. د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دا هم وویل چې په نزدې راتلونکې کې به د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخېزو همکاریو په برخه کې به یوه جامع توافق نامه هم لیک هم لاسلیک شي.

همداراز جانان موسی زي په دې خبرې غونډه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند په اړه په خبرو اترو کې د پرمختګ خبر ورکړ.

تردې وړاندې د بګرام زندان چارې له بهرنیو ځواکونو څخه د افغانستان حکومت ته د یوه توافقنامې په ترڅ کې سپارل شوې وې.

افغان چارواکي له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو د سند د لاسلیکیدو پر وړاندې دغه دوه مسئلې مهم خنډونه بولي چې په لیرې کیدو سره ئې ښايي دغه تړون هم لاسلیک شي.

اسماعیل شاکر/ کابل
کتونکی: سید ریاض