په لامپيدوسا کي د کډوالو ياد
لامپیدوسا هغه ځای دی چي کډوال اروپاته د تگ په نیت ورځي. سنیگالي محمدو با، چي په پرتگال کي اوسیږي لامپیدوسا یې لیدلې ده او هلته يې عکسونه اخیستي دي. د ده عکسونه د مهاجرینو سرنوشت بیانوي.
د لامپيدوسا دروازه
د ایټالیا لامپیدوسا داسي يو ځای دی چي مهاجرین اروپاته د تگ په نیت ورځي. سنیگالی محمدو با د ۱۹۹۷مېلادي کال راهيسي په پرتگال کي اوسیږي او لامپیدوسا ته تللی دی. دی د بشري حقوقو، غیر حکومتي سازمانSOS Racismo-غړی دی. د ده عکسونه د ډیرو مهاجرینو سرنوشت بیانوی، چي په بحر او لامپيدوسا کي یې اخیستي دي.
د کښتيو هديره
د پرتگال د خرابو کښتيو په یوه تم ځای کي ډیري هغي کښتۍ ولاړي دي، چي مهاجرین یې له افریقا څخه اروپا ته انتقال کړي دي. ډیرو انسانانو د ایټالیا دغي جزیرې ته د تگ پر وخت په اوبو کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. تر ټولو ستر ناورين د ۲۰۱۳مېلادي کال د اکتوبر مياشتي پر ۳ مه رامنځته سو چي پکښې۳۶۶ مهاجرینو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ښه ژوند کولو پر لار مرگ
لامپیدوسا په دې منځ کي د ډيرو مهاجرینو هدیره گرځیدلې ده او لکه څرنگه چي محمدو با وايي «خلگ باید مړه سي، ځکه چي دوی غواړي ښه ژوند وکړي.» یوازي په اکتوبر میاشت کي تر۴۰۰ اضافه انسانانو د لامپیدوسا پر لور خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. زیاتره دغه کسان د اریتریا او سومالیا څخه وه.
د وژل سوو پاته سوي
سړی د هغو انسانانو په ډیر لږ پوهیږي چي اروپا ته یې د تیریدلو هڅي بریالۍ سوي، ناکامه سوي او یا وژل سوي دي. په ارقامو کي هغوی یوازي په مستعارو نومونو باندي پیژندل کيږي. د دوی ډیر لږ آثار پاتيږي، لکه دغه کالي چي د لامپیدوسا په جزیره کي له غرقو سوو کښتيو څخه پاته دي.
له انسانانو څخه پاته سوي شيان
په لامپیدوسا کي یو کوچنی موزیم جوړ سوی دی چي د قربانیانو شخصي پیدا سوي شیان پکښې ساتل کیږي. د مثال په ډول د هغوی پاسپورټونه، عکسونه او یاداښتونه. محمدو با، وايي چي «دغه شیان د یوه کس پر وژل کیدو سربیره د هغه یاد ژوندی ساتی. ځيني شیان ښکاره کوي، چي دغه مهاجرین عادي خلگ وه او عادي افکار او ارمانونه یې درلودل.»
په ازادو اوبو کی عادی ورځنی ژوند
کډوال له ځانه سره خپل عادتونه او کلتور هم انتقالوي. هغوی کوښښ کوي چي د مدیترانې د دغو خطرناکو اوبو څخه د تیریدلو پر مهال هم عادي ژوند پر مخ بوزي. داچي آیا دغه دیگ د یوه وژل سوي مهاجر دی او که د ژوندي کسانو چي خپل ټوله هست ونیست یې له بحره څخه د تیریدلو پر مهال له لاسه ورکړی دی، سړی نه پوهیږي.
د قربانيانو يادونه
د لامپیدوسا د ۹ کیلومتره اوږدې جزیرې په ډیرو ځایونو کي د کډوالو یادونه کیږي. محمدو با، وايي چي «د دوی د اثارو تعقیب له دې سره مرسته کوي، چي د هغو کسانو یاد ژوندی پاته سي چي نور ژوندي نه دي.» لامپیدوسا د ایټالیا له گاونډۍ جزیرې سیسیلي څخه ۲۰۵ کیلومتره او له تونس څخه ۱۳۰ کیلومتره لیري ده چي دغه موقعیت هغه اروپا ته د راتگ په منظور ډیره په زړه پوري کوي.
اروپا ته د تگ پرضد
له دوهمي نړیوالي جگړې څخه پاته دغه زېرزمینۍ له اروپايي ټولني څخه د سپرد یوه سمبول په توگه پاته ده. د اروپايي ټولني د مهاجرینو د سیاست په مقابل کي په فبرورۍ میاشت کي په لامپیدوسا کي د مدني ټولنو نزدې ۴۰۰ استازو احتجاج وکړ. د اروپايي ټولني په سرحد کي د ډیرو وژونکو پيښو له کبله هغوی د بشر د حقوقو او کډوالو په مقابل کي د درناوی غوښتنه کوي.