1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لبنان کې مهاجر نه د استوگنې او نه د ښخولو ځای لري

آژانسونه/ ش.ن۱۳۹۵ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبه

په لبنان کې سوریایې مهاجر احمد مصطفی د خپل درو ماشومانو مړېنې دومره نه دی زورولې، لکه ددغو ماشومانو د ښخولو له پاره د قبر ځای پیدا کولو له پاره سرگردانۍ چې ستومانه کړی دی.

https://p.dw.com/p/1IqbM
په لبنان کي د مهاجرو کمپ
انځور: picture-alliance/dpa/W. Hamzeh

دغه پلار په درو کلونو کې خپل درې ماشومان ښخ کړي دي. د ساختماني کارونو په برخه کې دغه ۲۹ کلن مزدورکار د سوریې له حلب ښار څخه لبنان ته مهاجر شوی دی. هغه پنځه کاله مخکې په سوریه کې د کورنۍ جگړی تر پیلیدو وروسته د لبنان بقعا ښار ته مهاجر شو.

مصطفی وایې: «زه په درو کلونو کې دری واره پلار شوم، خو هر وار مي ماشوم مړ شو. ستونزه دا وه چې دوی باید چیرته ښخ کړم.» له دې جملې ویلې سره د مصطفې غږ د اُښکو په سیلاب کې ډوب شو.

په سوریه کې د تیرو پنځو کلونو راهیسې روانې کورنۍ جگړې له امله تر یوه میلیون ډیر سوریایې وگړو لبنان ته مخه کړی. د ملگرو ملتونو د ارقامو له مخې د دوی یو پر دریمه برخه د سوریې سرحدي پولې ته څېرمه د بقعا په سیمه کې میشت شوي دي.

لبنان ته د په زرونو مهاجرو د راتگ له امله له یوې خوا د دوی د استوگنې مساله لویه شوه، له بلې خوا د سیمه اېز قبرستان یا هدیرې د ډکیدو له امله دغه مهاجر د خپلو مړو د ښخولو له پاره د قبر ځمکې پسې هاخوا دیخوا سرگردانه گرځي.

مصطفی او د هغه میرمن چې پنځه کاله مخکې په سوریه کې د کورنۍ جگړې له پيل راهیسې لبنان ته مهاجر شوي دي خپل دری ماشومان یې چې یو یې درې میاشتنې، بل یې پنځه ورځنې او دریم یې تر زیږیدنې دوه ساعته وروسته مړه شوي، په خپلو لاسونو ښخ کړي.

د فرانسې خبري آژانس AFP د رپوټ له مخې کله چې د مصطفې لومړی ماشوم مړ شو، مصطفی دوی ته په نږدې کلي کې له داسې یو کس سره اړیکه ونیوله چې هغه یې پیژانده. دغه کس د خپلې کورنۍ په هدیره کې يو کوچنۍ ځمکې مصطفې ته د هغه د مړ شوي ماشوم د قبر له پاره ورکړه.

مصطفی وایې: «کله چې دویم ماشوم مې هم مړ شو، نو موږ دې ته اړ شو چې د خپل اولني ماشوم خبر وسپړو او دغه دویم ماشوم هم په همدغه ځای کې ښخ کړو.»

مصطفی زیاتوي چې دریم ماشوم ته یې د سیمه ایزو مذهبي مشرانو په مرسته په نږدې ولسوالۍ کې د ښخولو ځای پیدا شو. مصطفې یوه غوښتنه لري: «موږ له حکومت او مذهبي مشرانو څخه یوازې همدومره غوښتنه لرو چې موږ ته یو داسې ځای راکړي، چې کر کیله نه کیږي (غیر کرنیزه مځکه) وي. که یو مهاجر مړ شي هغه هلته ښخ کړو.»