1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لبيا کي د نړیوالې محکمې څلور کارکونکي نيول سوي دي

۱۳۹۱ خرداد ۲۱, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15BbE

په ليبيا کي د نړیوالې محکمې څلور کارکوونکي نيول سوي دي. ويل سوي چي دغه څلور کسان د لیبيا د پخواني واکمن معمر القذافي د زوی سيف الاسلام سره د ملاقات وروسته نيول سوي دي. په ډنهاگ کي د دغي نړیوالې محکمې رئيس سانگ هيون سون، پر لیبيايي چارواکو ږغ کړی دي چي د نړیوالې محکمې کارکونکي دي په سملاسي توگه خوشي کړي ځکه چي دغه کسان په رسمي سفر لیبيا ته ورغلي ول.

د دې څخه تر مخه د لیبيا يوه خبري آژانس خبر ورکړی وو چي دولتي چارواکو د هغه وروسته يوه آستراليايي وکيله ونيوله کله چي ئې د قذافي د نيول سوي زوی سيف الاسلام سره وليدل او ورڅخه مشکوکه اسناد وموندل سول. لیبيا غواړي چي سيف الاسلام د بشريت پر ضد د جنايتونو په تور په هيواد کي دننه محاکمه کړي او ډنهاگ ته د هغه د سپارلو څخه انکار کوي.