1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لسونو افغان مهاجر په يوه لارۍ موټر کي بې سده موندل سوي

۱۳۹۵ آذر ۲۹, دوشنبه

د رسنيو د راپورونو له مخي په يوه کوچنۍ لارۍ موټر کي په لسونو مهاجر په داسي حال کي موندل سوي چي ټول بې سده ول. دغه موټر چي د بريتانيا لمبر پليت ئې لاره په کرويشا کي نيول سوی دئ.

https://p.dw.com/p/2UUoa
Menschenhandel in Deutschland
انځور: picture alliance/dpa

د کروشيا مامورينو تائيد کړې ده چي د شنبې په ورځ ناوخته د دغه هيواد نوسکا ښار ته نژدې پر لويه لار پوليسو يو داسي لارۍ موټر درولی چي په پکښې ۶۲ انسانان پټ کړل سوي ول. د دوی د معلوماتو له مخي دغه کسان ټول د افغانستان او پاکستان وکړي دي.

د کروشيا له پلازمېني زاگرب څخه د راپورونو له مخي په دغه لارۍ موټر کي د کاربن مونوکسيد او هايپوترميا بوی د تنفس له کبله ډېری کسان بې سده سوي دي او يوه نژدې روغتون ته انتقال سوي دي.

د دغه قاچاقي موټر چلوونکی چي غوښتل ئې په غير قانوني توگه له سربستان څخه کروشيا ته مهاجر انتقال کړي تښتېدلی دئ.

سربستان او کروشيا د بالکان مسير پر لاره پراته هيوادونه دي. دغه مسير غربي اروپا ته د مځکي له لاري رسېدو غوره لار بلل سوې ده.

تير کال له دغي لاري (بالکان مسير)، له يونان څخه د مکدونيا، سربستان، کروشيا او سلووانيا له لاري تر يو ميليون زياتو انسانانو اتريش او بيا په ځانگړې توگه جرمني ته ورسېدل.

دغه لار بيا د تيرکال په ژمي کي په مقدونيا کي په يوه اغزن دېوال سره وټړل سوه. خو د اروپايي ټولني د سرحدونو د خونديتوب ماموريت «فرونتکس» د معلوماتو له مخي بيا هم د د روان کال په جريان کي نژدې ۱۸۰۰۰۰ مهاجرو له دغي لاري ځانونه غربي اروپا ته رسولي دي.

نور مطالب: