1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لسونو نوي مهاجر له يونانه ترکيې ته استول شوي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۳, شنبه

له تيرو څلورو ورځو راپديخوا ۷۱ تنه مهاجر له يونان څخه ترکيې ته بيرته استول شوي دي. د تيرکال په مارچ مياشت کې د اروپايي اتحاديې او ترکيې ترمنځ له يونان څخه ترکيې ته د غیرقانوني مهاجرو د بيرته لیږد تړون لاسلیک شوی ؤ.

https://p.dw.com/p/2cuhT
Türkei Griechenland Abschiebung von Flüchtlingen
انځور: picture alliance/abaca/AA

 د رپوټونو په حواله له تيرو څلورو ورځو راپديخوا ۷۱ تنه مهاجر له يونان څخه ترکيې ته بيرته استول شوي دي. له يونان څخه ترکيې ته د غیرقانوني مهاجرو د بيرته استولو پر موضوع د تيرکال په مارچ مياشت کې د اروپايي اتحاديې او ترکيې ترمنځ  تړون لاسلیک شو.

د آلمان خبري آژانس په حواله، يونان پوليسو د اروپايي پوله ساتونکو ځواکونو (فرنتکس) په همکارۍ له تيرې چهارشنبې ورځې راپديخوا له يونان څخه ۷۱ تنه غیرقانوني مهاجر بيرته ترکيې ته استولي دي. دغه اقدام د مهاجرت موضوع په تړاو د ترکيې او اروپايي اتحاديې تر منځ د تیرکال ترسره شوي تړون پر اساس ترسره کيږي.

د يونان پوليسو د شنبې (د می ۱۳مه) په ورځ آلمان خبري آژانس ته وویل چې د جمعې په ورځ ۲۲ تنه مهاجر د يونان له ليسبوس ټاپو او د چهارشنبې او پنجشبنې په ورځو د کاس او چیوز ټاپوګانو څخه ۴۹ تنه مهاجر د ترکيې ديکيلي بندر ته استول شوي دي.

د انقري او اروپايي اتحاديې تر منځ د شوي تړون پر اساس، هغه مهاجر چې له ترکيې څخه په غیرقانوني توګه اروپا ته رسیږي نور به په اروپا کې د پناه غوښتنې چانس ونلري او بيرته به ترکيې ته استول کيږي.

د تړون نورې ګټې

د تړون پر اساس، ترکيه د دغه کار په بدل کې له اروپايي اتحاديې څخه په ميليونو يورو ترلاسه کوي تر څو په دغه هيواد کې د میشتو مهاجرو چارو ته ورباندې رسيدګي وکړي. ترکيه اوس مهال د نړۍ په کچه د تر ټولو زيات شمير مهاجرو کوربه توب کوي.

د يونان د پولیسو پر وينا د اروپايي اتحاديې او انقرې تړون له عملي کيدو راپديخوا، د همدې تړون پر اساس ټول ټال ۱۱۵۶ تنه مهاجر بيرته ترکيې ته استول شوي.

د تړون له مخې ترکيې ته د هر بيرته استول شوی مهاجر په بدل کې يو سوريايي مهاجر په قانوني ډول د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو ته انتقاليږي.

اختلافي موضوع

انقره له اروپايي اتحاديې څخه د دې غوښتونکې هم ده چې اتباعو ته يې د اروپا د شينګن هيوادونو آزادې ويزې ورکړې چې د اروپايي اتحاديې لخوا تر اوسه نده منل شوې.

ترکيې د تړون له لاسيک کيدو وروسته د اروپايي اتحاديې لخوا دغې غوښتنې د نه عملي کيدو په دليل په وار وار د تړون د لغوه خبرداری ورکړی دی.

اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو په ۲۰۱۶ کال کې تقريبا ۷۱۰ تنه مهاجرو د ساتنې ژمنه کړې په داسې حال کې چې دغه رقم په ۲۰۱۵ کال کې له دې څخه دوه برابره لوړ وو.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.04.2016):