1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لسگونه زره سوریایې مهاجر د ترکې په سرحد کې بند پاتې دي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ بهمن ۱۸, یکشنبه

د اروپایې اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو له ترکیې غوښتي چې د هغو ۳۵ زرو کډوالو پر مخ خپل سرحد پرانیزي، چې د سوریې له جگړې څخه تښتیدلي دي. ترکیې اوس هم د سوریې له یوې لوې لارې سره خپل سرحد تړلی دی.

https://p.dw.com/p/1Hr5Y
Syrische Flüchtlinge an der türkisch-syrischen Grenze
انځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

د ۳۵ زرو په شاوخوا کې ملکي وگړي او د سوریې د اپوزیسیون یو شمیر ځواکونه د دغه هیواد په شمال حلب ښار کې محاصره دي. حلب مخکې تر دې د سوریې یو تر ټولو لوې ښار او د یاغیانو یو مهم مرکز وو.

د شنبې په ورځ په زرگونه سوریایې مهاجر په سړه او باراني هوا کې د ترکیې د «اونجوپینر» په سرحد کې بند پاتي شول. د لوگزامبورگ د بهرنیو چارو وزیر ژان اسلبورن د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او له خپل روسي سیال سرگئ لاوروف څخه غوښتي دي چې د حلب ښار په هکله خبرې اترې له سره پيل کړي.

د روسیې د هوایې ځواکونو په ملاتړ د سوریې د حکومتي ځواکونو بریدونه د دې سبب شول چې د سوریې ملکي وگړي د ترکیې پر لور تیښته وکړي. اسلبورن د کډوالو کړکیچ ته په اشارې کولو سره وویل: «ډیر امکان لري چې یو وار بیا هم د مهاجرو یو لوې موج اروپا ته مخه وکړي.»

په عین وخت کې د شنبې په ورځ د هالنډ په پلازمېنه امستردام کې د اروپایې اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه غیر رسمي غونډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اغلو، هم حضور درلود.

د سوریې د حکومت خبردارې

د شنبې په ورځ د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید معلم، سعودي عربستان او ترکیې ته چې د مختلفو یاغې ډلو ملاتړ کوي خبردارې ورکړ چې دغه هيواد ته دې خپل سرتیري نه استوي.

په امستردام کې د اروپایې اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو غیر رسمي غونډه
په امستردام کې د اروپایې اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو غیر رسمي غونډهانځور: Getty Images/AFP/R. De Waal

ولید معلم وویل: «تاسې ته ډاډ درکوم چې هر یو تیرۍ کونکی به په تابوت کې خپل هیواد ته واستول شي، که هغه له سعودي عربستان څه وي او که له ترکیې څخه.»

ټاکل شوې ده چې پنجشنبې په ورځ د آلمان په مونشن ښار کې د سوریې د سولې په اړه د نړۍ د سترو هیوادونو خبرې اترې پیل شي.

د ترکیې د ژمنو یادونه

په امستردام کې د اروپایې اتحادیې د سیمه ییز سیاست کمیسار یوهانس هان، په ښکاره ډول د «ژنیف د مهاجرو په کنوانسیون» کې د ترکیې له ژمنو څخه یادونه وکړه او ویې ویل چې دغه هیواد دې د سوریې پر لور خپل جنوبي سرحد پرانیزي او مهاجرو ته دې پناه ورکړي.

د اروپا د خارجي سیاست مسئولې فدریکا موگریني هم ویلي دي چې اروپایې اتحادیې مخکې تر دې هم له ترکیې سره مرسته کړی او اوس هم دغه هیواد د نوو مهاجرو له پاره امکانات په اختیار کې لري.

د تیرې شوې اونۍ په پیل کې اروپایې اتحادیې ترکیې ته د ۳ میلیارده ایرو په ارزښت چې (۳.۴ میلیارده ډالره) کیږي د مرستې یوه بسته وړاندیز کړه، څو په دې توگه ترکیه کډوالو ته د استوگنې ځایونه برابر او ورسره مرسته وکړي. دغه گام اروپا ته د کډوالو د بهیر راکمولو په موخه پورته شوې دی.

چاووش اغلو په امستردام کې وویل: «ترکیې مخکې تر دې هم د سوریې د هغو سیمو کډوالو ته چې جگړه په کښې روانه ده د ورستي بهیر په ترڅ کې ۵۰۰۰ کډوالو ته ځای ورکړی دی او خپلې پولې یې د سوریایې کډوالو مخې ته پرانیستي پریښي دي.»

همدارنگه د ترکې سره صلیب ویلي دي چې دغه سازمان پر هغو کډوالو چې د سرحدي پولې هغې غاړې ته بند پاتې دي اوبه او خواړه ویشي.