1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لس گونه مهاجر په اوبو کې له ډوبیدو ژغورل شوي

آژانسونه۱۳۹۴ اسفند ۱۷, دوشنبه

د آلمان د سمندري ژغورونې ځواکونه چې د شنبې په ورځ یونان ته رسیدلي دي، د دوشنبې په ورځ یې د خپل ماموریت په پیل کې ۵۷ تنه مهاجر د مدیترانې په آژه سیمندر کې له ډوبیدو څخه ژغورلي دي.

https://p.dw.com/p/1I8kq
انځور: picture-alliance/dpa/I.Wagner

د ډوبیدو په حال کې کیشتیو د ژغورنې له پاره آلماني ټولنه (DGzRS)، چې مقر یې د آلمان په بریمن ښار کې دی خبر ورکړی دی چې د ۲۰ ماشومانو په گډون یې ۵۷ تنه مهاجر د مدیترانې په اوبو کې له ډوبیدو څخه ژغولي دي. دغو مهاجرو غوښتل له ترکیې څخه د یونان لیسبوس ټاپو ته ځان ورسوي.

د دغه رپوټ پر بنسټ د یونان د سمندري ژغورنې عملې د سحر په ۶ بجو د آلمان د ژغورنې کیشتۍ ته د خطر سگنال ورکړ. ژغورل شوي کسان ټول سوریایې مهاجر ول. هغوي د یونان د لیسبوس ټاپو د موتیلینه په ساحل کې مسئولینو ته سپارل شوي دي.

په اوس وخت کې د آلمان سمندري ژغورنې ځواکونه د نړیوال ماموریت په چوکاټ کې د یو محدود وخت له پاره له خپلو یوناني سیالانو سره مرسته کوي. د «میندن» په نوم ژغورونکې آلمانۍ کیشتۍ د آلمان په زیلت ټاپو مستقره وه او له هغه ځایه د ژغورنې پر وسایلو تر مجهز کیدو وروسته د یوې بار وړونکي کیشتې په وسیله د آژه سمندر ته انتقال کړای شوه.

یو سوداگر دغه کیشتې وپیرله او هغه یې په وړیا توگه «د ډوبیدو په حال کې کیشتیو د ژغورنې له پاره آلماني ټولنې» ته په اختیار کې ورکړله. د دغې ټولنې د مسئولینو په خبره نوموړۍ کیشتۍ له خپلې عملې سره دوه ورځې مخکې یونان ته رسیدلې ده.

د ډوبیدو په حال کې کیشتیو د ژغورنې له پاره آلماني ټولنې تر څنگ د شمالي اروپایې هیوادونو یو شمیر ژغورونکي ځواکونه هم مهاجر له ډوبیدو څخه ژغوري.

د ۴۸ هیوادونو ۱۲۵ سازمانونه په نړیوالو عملیاتو کې یو بل سره همکاري کوي. دوی غواړي د یونان ژغورونکي ځواکونو ته روزنه ورکړي او یو په یو ټاکلي وخت کې د هغوې ملاتړ وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب