1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لغمان کي د افغان او بهرنيو پوځونو پر مقر ځانمرگي بريد څلور افغان او پنځه بهرني پوځيان ووژل

۱۳۹۰ فروردین ۲۷, شنبه

د شنبې په ورځ د افغانستان په ختيځ کي د پوځي مقر مخې ته يو ځانمرگي بريد تر سره سو چي و افغان او بهرنيو ځواکونو ته يې مرگ ژوبله اړولې ده.

https://p.dw.com/p/RIMN
په وروستيو وختونو کي د طالبانو په بريدونو کي زياتوالی راغلی دی
په وروستيو وختونو کي د طالبانو په بريدونو کي زياتوالی راغلی دیانځور: AP

د افغانستان په لغمان ولايت کي پر پوځي مقر ځانمرگي لږ تر لږه څلور افغان پوځيان او پنځه بهرني عسکر وژلي دي. افغان چارواکو د پيښي پخلی کړی دی او د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د طالبانو له لوري د دغه بريد پړه په غاړه اخيستې ده. نوموړي ادعا کړېده چي بريد کوونکی کس د ډای کونډي ولايت اوسېدونکی ؤ او دا چي په بريد کي دولس بهرني عسکر او څوارلس افغان عسکر وژل سوي دي.

په جلال آباد کي د عامي روغتيا رئيس بازمحمد شېرزاد ويلي دي چي و روغتون ته د څلورو کسو مړي او اته ژوبل کسان ور وړل سوي دي. د افغانستان په ختيځ کي د ملي اردو وياند محمدنعمان حاطيفي ويلي دي چي پېښه د شنبې په ورځ د لغمان په قرغيي ولسوالۍ کي هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي يو ځانمرگي بريد کوونکي پر ځان تړلي چاودېدونکي مواد د پوځي اډې و مخي ته وچاودل.

په افغانستان کي ايساف ځواکونو وياند جگړن ټيم جېمز ويلي دي چي ښايي په وژل سوؤ کسانو کي افغان او بهرني عسکر شامله وي خو نور جزيات يې ندي په گوته کړي. خو د وروستي خبرونو له مخي په بريد کي بهرنيو ځواکونو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د د فاعي چارو د وزارت لخوا ويل سويدي چي بريد کوونکي کس د افغان امنيتي چارواکو يونيفورم په ځان درلودی او د سهار په اوه نيمي بجې يې بريد تر سره کړی.

په افغانستان کي وسله والو طالبانو په تيرو څو اونيو کي په خپلو بریدونو کي زیاتوالی راوستلی دی چي په ترځ کي يې د بېلابيلو ولايتونو د امنيې د قومندانانو وژنه هم راځي. پدې ترځ کي تر ټولو وروسته پېښه د جمعې په ورځ په کندهار کي رامنځ ته سوې وه چي پکښي د کندهار امنيه قومندان لوی پاسوال خان محمد مجاهد ووژل سو.

احمدولي اڅکزی / آژانسونه

کتونکی: محمدقاسم نوري