1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لغمان کې د یوې کورنۍ ۵۶ غړي مسموم شوي

امیدالله دیدار۱۳۹۵ مرداد ۲۰, چهارشنبه

د چهار شنبې په ورځ شاوخوا دوولس بجې د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د کاکڅ سیمې د فرمانخیلو په کلي کې د څښاک اوبو له یو سرپټې څاه څخه د اوبو د څښلو له امله د یوې کورنۍ ۵۶ غړي مسموم شول.

https://p.dw.com/p/1JfKr
Karte Afghanistan Provinz Laghman Englisch
انځور: DW

د دغه ولایت د والي ویاند سرحدي ځواک، دویچه وویل ته وویل چې له دې جملې څلور تنه یې د روغتیايي حالت د نازکوالي له امله د لغمان مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي. نور مسموم شوي کسان اوس مهال د کاکڅ په روغتیايي کلینیک کې تر درملنې لاندې دي.

ځواک زیاته کړه چې په مسموم شویو کسانو کې چې د پینځو ورونو کورنۍ دي ۲۸ میرمنې، ۲۲ نارینه او شپږ ماشومان شامل دي چې له دغه کوهې یې اوبه څښلي دي.

د ځواک په خبره سیمې ته روغتیایي کارکوونکي ورغلي څو پېښه په دقیق ډول وڅېړي. تر اوسه د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه کره معلومات نه شته؛ خو چارواکي وایي په دغه اړه څېړنې کوي.

انځورونه: