1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لغمان کې هم ولسي پاڅون شوی دئ

۱۳۹۱ تیر ۳۰, جمعه

د افغان چارواکو د وینا له مخې د طالب یاغیانو پر ضد د یو شمیر «ولسي پاڅونونو» په لړ کې تیره ورځ د لغمان ولایت د الشینګ په ولسوالۍ کی هم شاوخوا ۲۰۰ کسانو د طالبانو پر وړنداې په یوه داسې مخالفت لاس پورې کړ. (آرشیف انځور)

https://p.dw.com/p/15cJM
انځور: DW

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک له دویچه ویله (المان غږ) سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې دغه پاڅون کوونکي د دولت شاه او الیشنگ د ولسوالیو ولسونه دي چې دطالبانو یا مخالفه وسله والو د جنایت کارانه او ظالمانه اعمالو پر وړاندې ئې د دولت په ملاتړ دغه پاڅون پیل کړی دئ. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دا یو ولسي پاڅون دئ او دوی دغه پاڅون په خپلو امکاناتو پیل کړی دئ.

سرحدي ځواک دا خبره ومنله چې په دغو کسانو کې پخواني جهادي قوماندانان، قومي کسان او د سیمي سپین ږیري ګډون لري خو داسې گنگوسي ئې رد کړل چې گنې چې دغه کسان غواړي په دغه سیمه کې خپل نفوذ پیاوړې کړي او حالات د گډوډۍ په لور بوځي.

کله چې له سرحدي ځواک څخه وپوښتل شول چې دا خو ولسي پاڅون دئ دوی وسلې له کومه کړې ته په ځواب کې وویل چې په افغانستان کې ۳۰ کاله جگړه تیره شوې ده او داسې کور نشته چې د خپل ځان د حفاظت له پاره کوم میل وسله په کور کې و نه لري.

د احتجاج کوونکو په سر کې یو قومي مشر غلام رسول د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «موږ د خلکو پر ضد د طالبانو له زور زیاتیو او وحشت څخه ستړی شوي یو.» د مې د میاشتې له نیمایي راهیسې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې دغسې پاڅونونه په لاره اچول شوي دي. په لومړي سر کې دغه پاڅون د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې پیل شو.

ځیني افغان کار پوهان شک لري چې آیا دا به رښتیا هم د خلکو ولسي پاڅون وي. هغوی وایي، کیدای شي چې دا د پخوانیو محلي وسله والو ځواکونو قوماندانان وي چې غواړي له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته، خپل نفوذ ټینګ کړي. خو افغان ولسمشر حامد کرزي پرون د پاکستان له صدراعظم سره په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د یوې پوښتنی په ځواب کې د خلکو له دې حرکت سره ملاتړ ښکاره کړ.

سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم