1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په لندن کي د بريد پړه داعش منلې ده

۱۳۹۶ خرداد ۱۵, دوشنبه

ترهگري ډلي «اسلامي دولت» (داعش) د بريتانيا په پلازمېنه لندن کي د وروستي بريد ادعا کړې ده. لومړۍ وزير مې اسلامي افراطيت ته په اشارې سره ويلي دي «نور نو بس دئ!».

https://p.dw.com/p/2e82h
UK London am Tag nach dem Anschlag
انځور: Reuters/P. Nicholls

په لندن کي تر خونړي بريد وروسته د ترهگري ډلي داعش خبري آژانس «اعماق» ادعا کړې ده چي بريد دوی کړی دئ او د روښانه پيغام په اعنوان ئې ليکلي دي: «دا د داعش جنگياليو يو واحد وو»، چي د شنبې په ماښام ئې د بريتانيا په پلازمېنه لندن کي ۷ کسان ووژل او۵۰ نور ئې ټپيان کړل، چي د ډيرو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دئ.

د «استخبارتو گروپ سايټ» څېړونکي چي د سخت دريځو اسلامي پروپاگند څاري او څېړي، ويلي دي چي د داعش پلويانو په خپلو غونډو او بانډاري چينلونو کي دغه بريد لمانځلی دئ.

د شنبې په ماښام درو تنو بريد کوونکو لومړی د لندن پر پله باندي پر خلکو باندي موټر ورځغلاوه او وروسته له موټره راکښته سول او په کوڅو کي ئې خلک په جړو ووهل. د عيني شاهدانو په حواله بريد کوونکو د يرغل پرمهال د «دا د الله له پاره دي» چغي وهلې.

تر يرغل ۸ دقيقې وروسته پوليسو درې سره بريد گر ووژل. له پوليسو سره ويره وه چي بريد کوونکي به ځانونه وچوي. خو د هغوی په ځان پوري تړلي صدرۍ يوازي د خطاايستلو له پاره پړسولي سوي وې.

د بريتانيا د ترور ضد پوليسو مشر مارک روولي، ويلي دي چي يرغل يوازي دغو درو ويشتل سوو کسانو کړی وو. خو دا بايد وڅېړل سي چي نورو کسانو هم د دغه بريد په پلان کي لاس لاره که نه. د يرغل کوونکو هويت لا تراوسه پوري تشخیص سوی نه دی.

لوموړۍ وزير تريسا مې د اسلامي افراطيت پرضد د سخت اقدام خبره کړې ده. هغې ويلي دي چي غواړي د بريتانيا په ټولنه کي دغه جريان «محوه» کړي. هغي ويلي دي: «زموږ نه کولای سو او نه هم اجازه لرو چي هرڅه دي دغه ډول وي لکه تر اوسه.»

د کورنيو چارو وزير د تروريزم پر ضد د سختو اقداماتو خبره کړې ده، چي په دې کي په انترنيټ کي د اسلاميستي پروپاگند په اړه قاطع اقدامات او د تروريستي جرمونو سخته سزا شامله ده.