1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لنډي كوتل كې د ناټو د ټانکرونو چاودنې 16 کسان وژلي دي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۳۱, شنبه

د ناټو په تېل وړونكو موټرانو كې په دوو ورځو کي دوه بريدونه ترسره سول. د جمعې په بريد کي 16 ټانکرونه وسوځول سول خو مرگ ژوبله رامنځ ته نه سوه. د شنبې د ورځي په بريد کي 16 انسانان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/11KqP
آرشيف انځور
آرشيف انځورانځور: AP


يوه پېښه د خيبر اينجسۍ په لنډې كوتل سيمه كې په داسې حال كې رامنځ ته شوه كله چې په افغانستان كې د ناټو ځواكونو له پاره په تېل وړونكو موټرو كې يوه چاودنه وسوه چي له امله يې شپاړسو كسانو په كې خپل ژوند له لاسه وركړ چې په كې اته تنه د يوه كور دي.

د سيمي د محلي پوليسو په خبره چې وايي د جمعې او شنبې په منځنۍ شپه پېښه هغه وخت تر سره شوه كله چې د ناټو په يوه ټېنكر كې چاودنه وسوه چې وروسته د سيمي د خلکو د لوري د اور د وژولو له پاره سره راټول سوي وو چې يوه بله چاودنه وسوه چې يو وار بيا د اور لمبې تازه سوې چې ځاى پر ځاى يې شپږ كسان ووژل او يو شمېر نور يې ټپيان كړل.

كله چې دا سوځول سوي ټپيان د سيمي روغتون ته درملنې له پاره يو وړل شول نو هلته په كې د كم عمره ماشومان په ګډون لسو كسانو ساه وركړه چې د مړو سوي كسانو شمېره شپاړسو ته ورسېده پوليس د روغتون د ډاكټرانو له خولې وايي چې په ټپيانو كې د يوه سړي حالت د اندېښنې وړ دی.

پوليسو دا هم ويلي دي چې وژل شوي كسان ټول د سيمي خلک دي چې په كې د يوه كور اته كسان شامل دي.

د دې پېښې په اړه له هغه ځايه خبريال فرهاد شيواري د المان ږغ راډيو ته وويل چي په لومړۍ پېښې كې كوم ځاني زيان نه دى اوښتى خو كله چې د ګرمو تېلو له وجې دوهمه چاودنه وشوه نور پنځلس كسان يې ووژل.

د دې تر څنګ د پاكستان او افغانستان پر پوله طورخم باندې هم د يادو موټرانو په تم ځاى كې يوه چاودنه شوې ده چې په كې پنځه تېل وړونكي موټران سوځول سوي دي، د راپورونو له مخې په دې ځاى كې له دوو ساعتونو اور لګېدو څخه وروسته د اور وژونكو موټرانو له لوري اور وژل شوى دى خو كوم ځاني زيان نه دى په كې اوښتى.

په پاكستان كې د اسامه بن لادن له وژل كېدو وروسته د ناټو په اكمالاتی موټرانو كې دا تر ټولو لويه پېښه ده چې رامنځ ته كېږي او په كې په زيات شمېر سره خلک وژل كېږي.

حبيب الرحمن تاثير / کوټه
کتونکی: احمدولي اڅکزی