1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لوګر ولایت کې څرخي الوتکه لویدلې خو صاحب یې معلوم نه دی

آژآنسونه / م.ج.۱۳۹۵ مرداد ۱۴, پنجشنبه

د لوګر په ازره ولسوالۍ کې یوه الوتکه لویدلې ده. طالبانو ته نزدې سرچینو ویلي دي چې الوتکه ناټو ځواکونو پورې تړلې وه خو ناټو دغه خبره رد کړې. اوس چارواکي په دې سره موافقې ته نه دي رسیدلي چې الوتکه د چا او کوم هیواد وه.

https://p.dw.com/p/1Jbav
آرشيف انځور
آرشيف انځورانځور: Romeo Gacad/AFP/Getty Images
طالبانو ته نزدې سرچینو په تویتر ټولنیزه رسنه کې ادعا وکړه چې له ازره ولسوالۍ کې یې د ناټو یوه څرخې الوتکه غورځولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ناټو د بریکړنده ملاتړ ماموریت، په رسمي تویتر پاڼه کې بیا دغه خبره رد شوي دي. په دې پاڼه کې په خپور شوي یو لنډ پیغام کې راغلي دي: «داسې ښکاري چې دغه ناټو پورې تړلې الوتکه نه ده.»

له بلې خوا سیمه ییزو افغان چارواکو ادعا کړې ده چې د ازره ولسوالۍ په مسجد سفید سیمه کې لویدلې الوتکه پاکستانۍ ده.

د لوګر ولایت ویاند سلیم صالح، ویلي دي چې الوتکه د طالبانو تر کنترول لاندې سیمه کې لویدلې ده او په کې سپاره شپږ ژوندي پاتې شوي کسان د طالبانو لاس ته لویدلې دي.

صالح ویلي دي چې په الوتکه کې سپاره کسان پاکستانیان وو. خو پاکستاني امنیتي سرچینو بیا ټینګار کړی دی چې د دې هیواد کومې الوتکې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په فضا کې پرواز نه دی کړی.

طالبانو لا تر اوسه پورې په دې اړه کومه بیانیه نه ده ورکړې.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (10.08.2015):