په لوګر کي د دوو قومونو تر منځ لانجه پای ته ورسېده
۱۳۸۹ بهمن ۱۰, یکشنبهدغه قومي جرګه چي د سولي د عالي شورا د مرستيال اسدالله وفا په مشرۍ او يوشمېرنورو په غړيتوب جوړه سوې ول، د څو ورځو خبرو څخه وروسته جرګې وکولا سول ، د جګړي دواړه غاړي د سولي منلوته اړي کړي.
دغه لانجه پنځه مياشتي د مخه هغه وخت په لوګرکي رامنځ ته سوه چي، د نيازيو د قوم لخوا د ګداخيلو د قوم يو سړی په ټوپک سره وويشتل سو ، او ځای پرځای مړ سو خو بل قوم هم د انتقام لپاره په جګړې لاس پوري کړی چي يو تن يې تري وواژه او يو تن يي ورته ټپي کړ.
د دواړو قومونو تر منيځ د دې ويره وه چي يو وار بيا به د جګړې ډګرته راووزي او د انتقام د اخستلو لپاره به نوري ويني هم توي سي.
د مشرانو جرگې غړی مولوي ارسلا رحماني وايي چي د سولي عالي شورا دغه نوښت په لاس کي واخيست. هغه وايي، هغه لانجه چي د قومي جرګې له لاري حل کيږي اسانه او ارزانه ده.
« موږ هڅه وکړه د لانجې دواړي خواوي دې ته وهڅوو چي د سولي لاره خپله کړي او د غچ اخستلو څخه تيرسي چي له نيکه مرغه د جرګې خبره ومنل سوه او لانجه په بنسټيزه توګه حل سوه.»
د لوګر والي جنرال عتيق الله لودين چي، د سولي ددې جرګې غړيتوب يې درلود خوښي څرګنده کړه چي، د ده په قلمرو کي يوه او خورا خونړۍ لانجه د جرګې له لاري حل سوه.
دا په داسي حال کي ده چي، جرګو په تيره بيا په پښتني سيمو کي د خورا سترو لانجو په هوارولو سره ښودلې ده چي، جرګې لکه د اجرايه ارګان په توګه په قومي روحيه ان چي حکومتي قضي هم په قومي جرګو حل کړي دي او دايي ښودلې ده چي جرګي هر ډول لانجي اوارولای سي او د زور زياتي مخه نيولای سي.
څو ورځي د مخه په خوست کي د دوو قومونو تر منځ د مځکو پر سر لانجه کي چي ډير مړي يې هم پر سوي ول د جرگې له لاره شخړه حل سوه.
جمال کوټوال/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل