1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لوګر کي څه روان دي

۱۳۸۸ مرداد ۲۱, چهارشنبه

که څه هم د لوګرولایت مرکز پل علم کې هر چیرته د جمهوري ریاست او د ولایتي شورا د کاندیدانو غټ او واړه پوسترونه لیدل کیږي خو د دې ولایت زیاد شمیر خلک د ټولکاکنو په اړه پوره معلومات نه لري...

https://p.dw.com/p/J8Fm
د کانديدانو انځورونه
د کانديدانو انځورونهانځور: DW

دوی په پوره ډول نه پوهیږي چې دقیقا ټولټاکنو بهیر په څه ډول دی او کله چې له هغوی نه پوښتنې کیږي چې د کاندیدانو په اړه څومره معلومات لرﺉ او له هغوي نه څه غواړﺉ دوی یوه روښانه ځواب نه لري.

۱:زه نورګل یمه د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالی اوسیدونګی، په دغه ولسوالی کې زمونږه د ولایتي شورا خلک کې ځانونه کاندید کړي دي دغه خلکي موږه هیڅ نه پیژنو کې دا څوک دي او د چا ځامن دي ، نشرات نه لري ،خپرونې نه لري، خلک څنګه په دوی باندې اعتماد وکړي دا څوک دي چې خلک هغوی ته رایه ورکړي.

دوی چیرته خلکو ته ځانونه ورښودلي دي چې په دغه لار راشی او یا مونږ ته رای راکړی ،څنګه خپل ښه خلک وپیژنو دوی امکانات نه لري او مونږ دا خلک ډیر کم پیژنو مونږه څنګه دوی ته رایه ورکړو او دوی ته اعتماد وکړو.

۲:والله برادر میګویند که کاندیدهست ولی نمیفهمیم که کی کاندید شده کی نشده ، میګویند که درافغانستان انتخابات است ولی نمیفهمیم که چه وخت است، وختش را من دقیق نمیفهمم که چه وخت است.

بر مردم این کاندیدها هیچ اهمیت ندارد ،مردم هیچ علاقه ندارند به کاندیدا ،مردم نمیفهمند که به کی رای بدهند.

په لوګر ولایت کې د ولایتي شورا لپاره ۴۸ کسانو ځانونه کاندید کړي دي چې لس کسه یې ښځې دي .

د لوګر ولایت سهمیه په ولایتي شورا کې ۹ څوکي دي چې درې څوکي یې د ښځینه کاندیدانو ته په پام کې نیول شوي دي.

نورالله استانکزي د لوګر ولایت د ولایتي شورا یو تن کاندید وايي چې د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون تر اوسه ندی توانیدلی چې د ټولټاکنو په اړه خلکو ته پوره معلومات ورکړي.

د انتخاباتود مستقل کمیسیون څنګه ډیر ضعیفه وه ،دوی ونه توانیدل چې خلکو ته سم اګاهی ورکوي تر څو د لوګر ولس په دې پوی شي لوګر د تولې څو څوکی دي ، دې ته څو کسه نارینه دي څو کسه ښځینه دي ،څنګه دوی خپله رای ورکولی شي او د کوم ځای نه دوی د رای دهی کارټونه تر لاسه کولی شي بل دا چې انتخابات څه ته وايي دوی خلک نه په پوهیږي په دې اهمیت یې نه پوهیږي د خپلې رای په استعمال نه پوهیږي.

دی زیاتوي که چیره وضع په همدغه ډول دوام وکړي خلک د پوره اوکره معلوماتو د نه درلودلو په خاطر نشي کولای ،د پام وړ کسانو ته رایه ورکړي.

دلته سازشونه کیږي تفاهمونونه کیږي د قومونو په سطحه باندې ،خرڅیږي خلک د قومي مشرانو لخوانه ولس اګاهي نه لري د انتخاباتو په هکله څه شي د قوم مشر ورته وویله د کلي ملک ورته وویله عام خلک په هم هغه لار ځي نو دغه یوه لوی ستونزه ده چې د افغانستان د ولایتي شورا په ټولټاکنو کې بیا هم هغه کسان ولایتي شورا ته ځي چې هغه د ملت په درد نه خوري او ملت درد نشي دوا کولی ، د ملت ستونځي یو ځای پورې نشی روسولی ،دغه عمده ستونځي دي چې باید د دغې په اړه خپله د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د اګاهي برخې فعالیت کړی وی او خلک یې اګاه کړی وی.

په کابل کې د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وایي چې د دوی تر ټولو لویه ننګونه د امنیت مسله ده خو دوی هیله مند دي چې د ټولټاکنو بهیر په ښه ډول او په آرامه فضا کې مخ ته لاړ شي.

یوه لویه ستونځه زمونږ او ستاسو په هیواد کې او په سیمه کې د امنیت مسله ده چې امنیت په نورمال حالت کې ندې ممکن هره لحظه یا مثبت او یا منفی خوا ته لاړ شي په هر حال کوم شی چې مونږ امیداوره یو هغه دا ده چې د دغه هیواد خلک د دغه ملي پروسې چې انتخابات ده په اهمیت باندې پوی دي او بالاخره موږ امیداوره یو چې وکولای شو په ښه توګه دغه ټاکنې ترسره کړو او د خلکو د رایو پر بنسټ باندې د یو مشروع نظام رامنځ ته شي او همداشان د ولایتي شورا لپاره هغه استازې چې د خلکو خوښه دي او دخلکو رای تر لاسه کړي دي وکولای شي دغه څوکیو ته لار پیدا کړي.

لوګر ولایت ،له مرکز نه پرته شپږ ولسوالۍ لري چې ازر ، خروار، او برکي برک د ناامنو ولسوالیو له جملې څخه شمرل کیږي د وروستیو احصایو پر بنسټ چې د کلیو او پراختیا وزارت لخوا تر سره شوی ویل کیږي چې د لوګر ولایت نفوس د شپږ سوه زرو کسانو په شاوخوا کې دی.

ویل کیږي تر اوسه یو سلو شپیته زره کسانو د ټولټاکنو کارټونه په دې ولایت کې تر لاسه کړي دي .کابو یو میاست مخکې په لوګر ولایت کې د یو کاندید نوم هغه وخت د ولایتي شورا د کاندیدانو له جملې څخه ایسته شوه چې هغه د غیر قانوني وسلو په درلودلو تورن شو.

احمد فرهاد/ لوګر

کتونکی. زيارمل
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل