1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په لوګر کی لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوی دی»

۱۳۹۱ خرداد ۱۷, چهارشنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې د ناتو په یوې هوایي بمبارۍ کې په لوګر ولایت کې ۱۸ تنه ملکي وگړي وژل شوي چي ویل کیږي ولسي خلک دي. خو ناټو دا خبر نه دﺉ تصدیق کړی.

https://p.dw.com/p/158gM
انځور: AP

د المان د خبري آژانس د رپوټ له مخې یوه افغان چارواکي ویلي دي چې د ناټو په دې برید کې «یو قومي مشر او د هغه د کورنۍ ۱۷ تنه غړي وژل شوي دي.»

د لوګر د ولایتی شورا رئیس عبدالولي وکیلي، د المان خبري آژانس ته وویل: «د قومي مشر عبدالبصیر اخوند زاده د کورنۍ اتلس غړي وروسته له هغه ووژل شول چې د ناتو ځواکونو د برکي برک په ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قوماندان پر ضد عملیات پیل کړل.»

هغه وویل چې د ناتو په ځمکنيو عملیاتو کې شپږ طالب جنګیالي، افغان سرتیري او د ناتو دوه سرتیري هم ټپیان شوي دي.

وکیلي وویل چې د لوګر په مرکز پل علم کې په زرهاو کسانو په یوه مظاهره لاس پورې کړی دئ چې د نوموړي قومي مشر د کورنۍ د غړو د وژل کیدو پر ضد احتجاج وکړي.

ناټو د چهار شنبې سهار وختي د عملیاتو د پیښیدو پخلی کړی دئ خو ویلي ئې دي چې یوازې «دوې ښځې لږ څه ټپیانې شوې دي او د مرګ له خطر سره مخامخې نه دي.»

د ناټو یوه قوماندان جیمز ویلیامز، د المان خبري آژانس ته وویل: «د عملیاتو په ترڅ کې یاغیانو پر افغان او ائتلافي ځواکونو د سپکو وسلو برید وکړ. امنیتي ځواکونو هغو ته بیرته ځواب ورکړ او له هغې وروسته د مرستې له پاره د هوایي عملیاتو غوښتنه وشوه.»

هغه زیاته کړه: «په داسې حال کې چې امینتي ځواکونو له عملیاتو څخه وروسته د پېښې د ځای وضعیت تر ارزونې لاندې ونیو، دوې ښځې وموندلې شوې چې لږ څه ټپیانې شوې وې. دغه دواړې ښځې د درملنې له پاره د آیساف روغتیایي مرکز ته لیږدولې شوې دي.»

ولیامز یادونه وکړه چې په دې عملیاتو کې یو ګڼ شمیر یاغیان وژل شوي دي او افغان او نړیوالو ځواکونو یو زیات شمیر وسلي او مهمات نیولي دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش