1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لوگر کي اته تنه افغان کارگران وژل سوي دي

نجيب الله زيارمل/ فريد الله ظاهر۱۳۹۲ تیر ۲۷, پنجشنبه

وسله والو طالبانو د کابل په جنوب کي ۸ تنه ملکي وگړي هغه مهال وژلي دي چي د کار له پاره يوې امريکايي اډې روان ول. د لوگر چارواکو ويلي دي چي دغه پيښه د پنجشنبې ورځي په سهار رامنځ ته سوې ده.

https://p.dw.com/p/199ze
13_04_22 online Karten Afghanistan Logar spa
13_04_22 online Karten Afghanistan Logar spa

د لوگر د والي وياند دين محمد درويش د پنجشنې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جولای ۱۸) له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي په پل علم پوري مربوط د فتحي په سمه کي نن سهار اته تنه ملکي وگړي د سراچه موټره راکښته کړل سوي او وژل سوي دي. هغه زياته کړه: «دا ټول روزانه مزدوران ول او نن هم د مزدورۍ له پاره روان ول.»

خو د لوگر ولايت د پوليسو مرستيال رئيس خان صادق، بيا ويلي دي چي اته تنه ملکي افغانان چي د امريکايانو د «شنگ» په نامه پوځي اډه کي ئې کارکاوه نن سهار د وسله والو طالبانو له خوا وژل سوي دي. دا د سږ کال د روژې په مياشت کي تر ټولو خونړۍ پيښه ده چي رامنځ ته کيږي.

صادق د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دغه ملکي وگړي له خپل موټر څخه په زور راکښته کولو ته مجبور سوي دي او د عمومي لاري په ۲۰۰ مترۍ کي په يوه کلي کي پر سرباندي په مرميو ويشتل سوي دي.» د پوليسو په خبره د وژل سوو کسانو سترگي تړل سوي وې.

درويش وويل چي دا لا تر اوسه پوري معلومه نه ده چي دغه مزدوران به چا وژلي وي. د دغه عمل پړه تر اوسه پوري چا پر غاړه نه ده اخيستې. خو تر دې مخکي طالبانو ويلي ول چي پر هغه کسانو چي له افغان حکومت يا بهرنيانو سره کار کوي د خپلو يرغلونو هدف وگرځوي.

په ټول افغانستان کي د امریکا متحده ايالاتو په پوځي اډو کي ملکي افغانان د جوړولو او پاک کارۍ په پروژو کي د مزدورانو په توگه کار کوي.

دا لومړی ځل نه دی چي په لوگر ولايت کي دغه شان يوه پيښه رامنځ ته کيږي، بلکي تر دې دمخه هم په ورارو وار د کابل لوگر پر عمومي سړک باندي دولتي مامورين له موټرو راکښته سوي او سړک ته نژدې وژل سوي دي.

د يو بل راپور له مخي د کندوز ولاي پر يوې امنيتي پوستې باندي د وسله والو طالبانو په يوه يرغل کي دوه تنه پوليس ورژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب