1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لوگر کي ځانمرگي بريد ۶ کسان وژلي

۱۳۹۴ مرداد ۱۵, پنجشنبه

يوه ځان مرگي بريد کوونکي خپل د چاودېدونکو موادو ډک ټانکر په لوگر کي د پوليسو د مرکز مخي ته چولی او نزدې شپږ انسانان ئې وژلي دي. دا د ملا عمر د مړيني تر خبر وروسته د وسله والو طالبانو لومړی يرغل بلل کيږي.

https://p.dw.com/p/1GAts
انځور: picture-alliance/dpa

د لوگر د امنيې قوماندانی مرستيال محمد قاري ورا، ويلي دي چي د اوبو په يوه ټانکر کي چي چاودېدونکي مواد ځای پر ځای سوي ول د ځانگړو پوليسو د قرارگاه مختي ته هغه مهال چاودونه ورکړل سوه چي د پوليسو له خوا ودرول سو.

هغه وويل: «دا يوه زوره وره چاودنه وه چي درې پوليس او درې ملکي وگړي ئې ووژل.»

د لوگر ولايت مقام يوه بل چارواکي دغه مرگ ژوبله تائيد کړې ده او زياته کړې ئې ده چي په دغه چاودنه کي د کوچنيانو په گډون نزدې ۱۰ کسان نور ټپيان سوي هم دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي د غه يرغل چي نن د پنجشنبې په ورځ وسو د ملاعمر د مرگ خبر تر تائيد وروسته د دغي ډلي لومړی ځانمرگی بريد دئ.

دغه بريد په داسي حال کي کيږي چي له طالبانو سره د سولي خبرو کولو تلاښونه روان دي او وسله وال طالبان له هغه وروسته چي ملا اختر محمد منصور ئې د مشر په توگه ټاکل سوی دئ په خپل منځي اختلافاتو کي بند دي.

د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد، د دغه بريد مسئوليت پر غاړه اخيستی او ادعا ئې کړې ده «په دغه چاودنه کي چي په يوه مازدا موټر کي د ځای پر ځای سوو چاودېدونکو موادو په مرسته سوې ده نزدې ۱۰۰ امنيتي کسان وژل سوي دي.»

خو د بريدونو په برخه کي د وسله والو طالبانو له خوا ورکړل سوي ارقام هر وخت مبالغه بلل کيږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب