1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لویو لارو کې له سوداګرو څخه د پیسو اخیستل

شریف شرفیار۱۳۹۱ آبان ۸, دوشنبه

افغان سوداګر شکایت کوي چې له ورڅخه په لویو لارو کې د ښاروالۍ د حق العبور تر نوم لاندې پیسې اخیستل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د سوداګرو په خبره د وزیرانو شورا پریکړه کړې ده چې له سوداګرو څخه باید یوازې ګمرک پیسې واخلي.

https://p.dw.com/p/16YmL
انځور: Reuters

افغان سوداګر وایي چې که څه هم دوی افغانستان ته د خپلو تجارتي توکو د راواردولو پر مهال په ګمرکونو کې مالیات ورکوي خو بیا هم د هغوی د مالیاتو پاڼې د لارې په اوږدو کې د یو شمیر نورو دولتي ادارو له خوا نه منل کیږي او ورڅخه تر بیلابیلو نومونو لاندې پیسې اخلي.

د افغانستان د سوداګري خونو یو تن غړی او ملي سوداګر حاجي اغا رحم الدین، وایي: «سربیره پر دې چې د وزیرانو شورا په رسمي مسوده کې یوازې په ګمرکونو کې له تجارتي توکو څخه د مالیاتو د اخیستلو حکم کړی دی خو بیا هم د بیلابیلو ښاروالیو له خوا دغه موضوع نه مراعتیږي.»

دغه سوداګر زیاته کړه چې د وزیرانو شورا په یوې مسوده کې راغلي دي چې د پر محصول سربیر باید په ګمرکونو کې له سوداګرو څخه ۰.۲۸ سلنه پیسې د ښاروالۍ د لګښتونو له پاره واخیستل شي.

حاجي رحیم الدین زیاتو چې د لویو لارو په اږدو کې باید هیڅ یوه اداره هم د سوداګرو تجارتي توکي و نه دروي ‎ځکه د هغه په خبره تاجرانو لا وختي خپل ټول مالیات، محصولونه او د ښاروالیو لګښتونه په ګمرکونو کې ورکړي وي.


په همدې حال کې ښاروالۍ دا خبره مني چې د وزیرانو شورا ورته داسې یوه مسوده استولې ده خو هغوی زیاتوي چې د دې په خاطر چې لګښتونه لري نو نه شي کولای چې د دغې مسودې له مخې عمل وکړي او له همدې کبله یې د وزیرانو شورا ته خپل اعتراض استولی دی.

د کابل ښاروالۍ د عوایدو د ادارې مشر عبدالوکیل عطایي، وایي: «د وزیرانو د شورا دغه پریکړه تر اوسه پورې عملي شوې نه ده. موږ اړوندې ادارې ته بیا وړاندیز کوو ښایي په دې پریکړه کې یو څه تغیرات راشي. دا ځکه د ښاروالیو د عایداتو لویي سرچینې د هیواد لویې د روازې یا ګمرکونه دي.»

ښاغلی عطايي زیاتوي: «که دولت د ښاروالیو لګښت ورکړي هغه جلا خبره ده. که نه نو زموږ د عوایدو ډیره برخه له همدې لارې تمویلیږي او د نه اخیستو په صورت کې به موږ و نه شو کولای چې خلکو ته خدمتونه عرضه کړو.»

سوداګر یوازې له دولت څخه سر نه ټکوي

افغان سوداګر د هرات، کندهار او کابل تر منځ په لویو لارو کې له غیر مسئوله ولسوالو کسانو څخه هم سر ټکوي او وایي چې د لارو په اوږدو کې دوی زوروي.

د میدان وردکو د والي ویاند شاهدالله شاهد، هم پر لویو لارو باندې د وسله والو له خوا له افغان سوداگرو څخه د پیسو د اخیستل  خبره مني. هغه وایي چې له اختره یوه اونۍ مخکې ورته د ځینو موټرو د تښتولو شکایتونه شوي ول چې د هغه په خبره د دې کار عاملین وسلوال مخالفین ول.

شاهد زیاتوي چې یاغي وسلوال په لویو لارو کې د سوداګرو مالونه غلا کوي او له دې لارې د خپلې جګړې لګښتونه تمویلوي.

شاهد وړاندې وایي: «باید ووایم چې په دغه لویه لاره درې ورځې مخکې د اختر په لومړۍ ورځ د پنځو تنو افغان مسافرو وژنه د سوداګرو د دې ادعا تر ټولو لوی ثبوت دی.»

ویل کیږي چې وژل شوي کسان ملکي افغانان ول چې د یاغیانو له خوا د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې په زوره له موټر څخه کښته شوي دي او بیا په ډزو ویشتل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې سوداګر وایي چې د اندړ ولسوالۍ پېښه د خپل ډول لومړۍ پېښه نه ده او تر دې مخکې پر لویو لارو ډیر ملکي وګړي او سوداګر د یاغیانو له خوا لوټ، برمته او یا هم وژل شوي دي.