1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ليبيا کي تاوتريخوالی دوام لري

۱۳۸۹ اسفند ۲۱, شنبه

د مؤقتي ملي شورا په رأس کښي پخوانی د عدليې وزير مصطفي عبدال جليل قرار لري. دی همدا څو اونی مخکي د قذافي لخوا ليري سو او بيا يې د ياغيانو خوا ونيوله.

https://p.dw.com/p/R8fL
د البريقه ښار پر پوله د پاڅون کوونکو پوسته
د البريقه ښار پر پوله د پاڅون کوونکو پوستهانځور: AP

بنغازي د ليبيا د مؤقتي ملي شورا مرکز دی. دغه شورا يوه اوني مخکي جوړه سوه ، تر څو د مخالفينو قواوو ته سازمان ورکړي. ددغي شورا وياند علي تارهوني دالجزيره د ټلويزون سره په مرکه کښي وويل:

« ليبيايان کاملأ پر دې خبره سره موافق دي چي تر کمه حده پوري باید مداخله وسي. دا پدې معنی چي هيڅ ليبيايي حاضر ندي خارجي مداخله ومني. په عين حال کښي دوی پدې هم پوهيږي چي دوی هيڅ ډول نظامي وسايل نلري چي ليبيا آزاده کي. په سل هاوو ځوانان سته چي تيار دي د آزادۍ پخاطر د خپل ژوند څخه تير سي. دنړۍ څخه عاجله غوښتنه داده چي دوی د ليبيا هوايي قلمرو بند کړي. »

د مؤقتي ملي شورا په رأس کښي پخوانی د عدليې وزير مصطفي عبدال جليل قرار لري. دی همدا څو اونی مخکي د قذافي لخوا ليري سو او بيا يې د ياغيانو خوا ونيوله. ځکه نو د لیبیا په اپوزيسون کښي ټوله دده رهبري نه غواړي. خو د شورا وياند تارهوني دا تورونه ردوي چي ګواکي شورا ديموکراتيکه بڼه نلري:

« دا ممکنه نه ده چي د ملي شورا دپاره انتخابات تر سره سي. په دغسي وختو کښي دا طبيعي خبره ده چي يو تعداد ګروپونه سياسي رهبري په لاس کښي اخلي. مؤقتي ملي شورا په اوس وخت کښي يوازنی قانوني سازمان دی او د هغه ملاتړبايد وسي. زه يې تکراروم چي هغه په اوس وخت کښي يوازنی قانوني سازمان دی.»

پدې منځ کښي فرانسې د لمړني هيواد په حيث د ليبيا مؤقتي ملي شورا په رسميت وپيژندل او اعلان يې کړی دی چي بنغازي ته يو پيغام وليږي.

پدې ډول نو د ليبيا ياغيان په بين امللي سطح د صلاحيت خاوندان کيږي او په رسميت پيژندل کيږي. خو قذافي هم ډيپلوماتيکي غالی لا ندي ټولي کړي. پرون يې ډير کسان د يوه هيت په ډول اروپا ته وليږل. قاهرې ته يې يو لوړ رتبه جنرال ولاړی او هلته يې په قاهره کښي د نظامي شورا او صدراعظم سره خبري پيل کړي.

د قاهرې د سياسي او ستراتيژيکي مطالعاتو د ال الاحرام د مرکز څخه د حسن ابو طالب د اټکلونو پراساس د قذافي استازی دوې وظيفې لري.

« دی به کوښښ وکي چي د ليبيا په موضوع کښي د مصر بې طرفي وساتل سي او ددې غم وخوري چي د اپوزيسون ملاتړ ونسي. دوهم داچي امکان لري د مصر د پوځ څخه د وسلود پلاس راوړلو غوښتنه وکي. زما په نظر دا ښکاره کوي چي د ليبيا د رهبرۍ موقف ډير ضعيفه دی او کوښښ کوي چي د وسلو د بين امللي بنديز څخه ځان خلاص کي.»

مصريان د خپل همسايه هيواد ليبيا د خلګو سره د همدردی احساس لري. خو قذافي د ددوی د فشار راوستلو په خاطر ډيرامکانات په لاس کښي لري او تر اوسه يې هم په هيواد کښي په سل هاوو زره مصريان کار کوي. د هغو حالت بايد په نظر کښي ونيول سي. خو بیا هم تارهوني هيله مند دی چی د لیبیا اپوزیسون کامیابه سي ، او سیای آزادي ګاني پلاس راوړي.

مارکس بېټينا / محمد قاسم نوري

کتونکی: احمدولي اڅکزی