1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ليبيا کي جگړه مخ په تودېدو ده

۱۳۸۹ اسفند ۱۴, شنبه

د قذافي ځواکونه کوښښ کوي چي د هيواد د تيلو مهم بندري ښار البريقه بېرته تر خپل کنټرول لاندي راولي.

https://p.dw.com/p/R6bl
په نښتو کي د يو شمېر انسانانو د وژل کېدو خبرونه رسېدلي دي
په نښتو کي د يو شمېر انسانانو د وژل کېدو خبرونه رسېدلي ديانځور: AP

د رسنيو د خبرونو له مخې د ليبيا په بېلابيلو ښارونو کي د معمر القذافي د ځواکونو او د مخاليفينو تر منځ په جگړو کي گڼ شمېر انسانان وژل سوي دي. د الجزيره تلويزيون په وينا د طرابلس په لوېديځ کي د الزاويه په ښار کي لږ تر لږه 13 انسانان وژل سوي دي. نوموړی تلويزيون په بشپړه توگه د 50 وژل سوؤ کسانو او تر 300 څخه د زياتو د ژوبل کېدو خبره کوي. د پلازمېنې په ختيځ کي په 200 کلومترۍ کي په پروت ښار مصرته کي هم دسختو نښتو خبرونه ورکول کيږي. ويل کيږي چي دغه ښارونه تر اوسه پوري لا د مخاليفينو په ولکه کي دي.

د قذافي ځواکونه کوښښ کوي چي د هيواد د تيلو مهم بندري ښار البريقه بېرته تر خپل کنټرول لاندي راولي. د جمعې د ورځي په ماپښين جنگي الوتکو پدغه ښار کي بعضي ځايونه په نخښه کړل. د المان د خبري آژانس په وينا پدغو بريدونو کي لږ تر لږه 18 انسانان ووژل سول. د خبرونو له مخي پدغه ښار کي د وسلو يو ځېرمه تون هم په نخښه کړل سوی دی. خو د حکومتي ځواکونو د بريدونو برسېره دغه ښار اوس ههم د مخاليفينو تر ولکې لاندي دی.

ويل سوي چي يو شمېر مخاليفينو اوس د هيواد و لوېديځ ته د لانُف و بندر ته مخه کړېده تر څو دغه د حکومت د ولکې څخه وباسي. پدغه ځای کي هم د سختو نښتو خبرونه ورکول سوي دي. ويل کيږي چي د لانُف او البريقه بندرونه چي د هر اړخ و لاس ته ولوېدل هغه به د ليبيا د نفتو لېږد تر خپل کنټرول لاندي ولري.

د الجزيره تلويزيون په وينا د جمعې په ورځ پر 130 نړیوالو ژورنالستانو بنديز لگول سوی ؤ او دا اجازه نه وه ورکول سوې چي د طرابلس په ښار کي د احتجاجونو په هکله راپورونه جوړ کړي. ويل سوي چي امنيتي چارواکو دغه ژورنالستان په توقيف گواښلي که بېله اجازې د هوټل څخه دباندي ووزي. اټکل کيږي چي قذافي د احتجاج کوونکو په وړاندي د هغه د ځواکونو د چلن د انځورونو د خپرېدلو مخه نيول غواړي. په عيني حال کي د قذافي دويم زور سيف الاسلام و الجزيره تلويزيون ته ويلي دي چي د هغه د هيواد په وړاندي يوه لويه دسيسه جوړه کړل سوېده:

«موږ د ليبيا په وړاندي د رسنيو د کامپاين څخه خبر يو. د دغه هيواد د تقسيم او ورانولو هيلي موجوده دي خو دغه هيواد به د ستونزو څخه بريالی ووزي. لوېديځه نړۍ به زموږ د شتمنيو کنټرول تر لاسه کړي. موږ يو ډېر شتمن هيواد يو چي نفوس مو کم دی. خو دغه به هيڅکله حقيقت نه سي ولي چي ليبيا متحده ده. تاسو ته به څرگنده سي.»

د جمعې په ورځ د طرابلس په بيلو برخو کي د نښتو خبرونه ورکول سول. د خبرونو له مخي د قذافي پلويانو او مخاليفينو په کلکه توگه يو بل سره وډبول. د قذافي ځواکونو هوايي ډزي وکړې تر څو دواړه اړخونه سره بېل کړي. ويل سوي چي د يوه احتجاج په وړاندي امنيتي چارواکو د سخت چلن څخه کار واخيستی او هغه يې په زور منحل کړی.

په بنغازي کي د مخاليفينو د ملي جرگې مشر مصطفی عبدالجليل چي پخوا د عدليې وزير ؤ خو د مخاليفينو سره يو ځای سو وويل چي:

« بری يا مرگ، موږ به تر هغه وخته خپل آرام کښې نه نو تر څو چي مو دغه هيواد آزاد کړی نه وي.»

شټېفه پېټر / احمدولي اڅکزی

کتونکی: محمد قاسم نوري