1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ليبيا کي قبايلو د اوربند اعلان کړی دئ

۱۳۹۱ فروردین ۱۳, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14W6Q

د ليبيا په سويل کي تر خونړيو قبايلي وسله والو نښتو وروسته اوس ويل سوي دي چي دغو قبايلو پر اوربند توافق کړی دئ. د ليبيا لومړي وزير عبدالرحيم الکيب ويلي دي چي د قبايلو تر منځ دغه توافق د سبها په ښار کي په تر سره سوې غونډه کي رامنځ ته سو.

ويل سوي دي چي تر اوسه پوري پر اوربند عمل سوی دئ. د رسمي شمېرو له مخي په دغه سيمه کي د يوې اونۍ په جريان کي د قبايلو تر منځ په وسله والو نښتو کي تر ۱۵۰ زيات انسانان ووژل سول. د فرورۍ له مياشتي راهيسي په دغه سيمه کي د سبها د عربي نژاده قبيلې او د تورپوستي افريقايي نژادي توبو قبيلې تر منځ په وار وار تاوتريخوالی رامنځ ته سوی دئ.