1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ليبيا کي هم خوشه يي بمونو استعمال سوي

۱۳۹۰ فروردین ۲۹, دوشنبه

د غربي استخباراتو د معلوماتو ترڅنګه چي ګواکي د قذافي قواوو د ملکي خلکو پر ضد د خوشه يي بمونو او وسلو څخه کار اخيستی دی، په اړه يې عکسونه هم موجود دي.

https://p.dw.com/p/RIeI
ددغه بمونو اکثره قربانيان کوچنيان دي
ددغه بمونو اکثره قربانيان کوچنيان ديانځور: Universität von Belgrad

د نيويارک تايمز يوه خبريال دغه عکسونه د طرابلس څخه ۲۰۰ کيلومتره ليري په شرقي برخه کي چي نښتي پکښي کيدې ،اخيستي دي. همدارنګه د يکشنبې د ورځي په سهار د مصراته د ښار څخه يوه ډاکټر د الجزيرې تلويزيون ته وويل چي ده داسي کسان ليدلي چي زخمونه يي د دا ډول بمونو له کبله رامنځته سوي وه.

اوتون:

« اکثره قربانيان چي ددغو خوشه يي وسلو له کبله زخميان سوي او روغتونونو ته راوړل کيدل،کوچنيان وه. دوی په ځيګر، نس او سترګو کي زخمونه درلودل.»

خو د وژل سوو او ټپيانو دقيق تعداد معلوم نه دی. يوه مياشت وروسته تر هغه چي د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا له خوا دا اجازه ورکړل سوه چي پر ليبيا باندي دي د بين المللي قواوو د خوا نظامي حمله وسي، په دغه هيواد کي اوس هم جنګونه په شدت سره روان دي.

د ليبيا ياغيان د يکشنبي په شپه او د هغې ورځي په سهار د تيلو مهم ستراتيژيکي ښار البريقه ته د نژدي کيدو په حال کي ول. د الجزيره په نامه عربي تلويزيون اعلام کړی چي د ياغيانو په خوا کي شپږ کسه مړه او ۲۰ تنه نور زخميان سوي دي.

د پاڅون کوونکو د معلوماتو له مخه د قذافي ځواکونو د ښار په مرکز کي ځانونه پټ کړي دي. داسي ويل کيږي چي د البريقه د ښار شاوخوا سيمي د ياغيانو د خوا کنتروليږي.

د عربي تلويزيون يوي خبريالي دا رپوټ هم ورکړی چي دې په جبهه کي د اول وار دپاره وليدل چي ياغيانو د خوشه يي بمونو څخه د ساتني دپاره دفاعي واسکټونه اغوستي وه.

د مطبوعاتو په حواله دغه واسکټونه په بريتانيا او قطر کي جوړ سوي دي. همدارنګه ددوی په حواله ياغيانو مخابراتي دستګاوي او ستلايتونه هم د ځانه سره درلودل. د ورځو ورځو راهيسي د اجدابيه او په لويديځ کي ليري پروت ښار البريقه تر منځ په ارتباطي لاره کي سخت جنګونه روان دي.

داسي ښکاري چي د ياغيانو هدف به د اجدابيه د ښار نيول وي. دغه ښار کي چي مخکي ۱۰۰ زره ليبيايان اوسيدل اوس بيخي خالي سوی او په اصطلاح د ارواحو په ښار تبديل سوی دی. هرچا چي کولای سول د جنګونو څخه وتښتي ، پخوا يي لا دغه ښار پرې ايښی دی.

پيطر/ گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل