1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ليزبن کي د افغانستان په اړه رسمي غونډه پيل سوه

۱۳۸۹ آبان ۲۹, شنبه

غونډه د ناټو د عمومي منشي اندرس فوګ راس موسن په وينا پرانستل سوه او تر لږ څنډ وروسته به يې په اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل سي.

https://p.dw.com/p/QEDe
انځور: AP

د ناټو د عمومي منشي په خبره د غونډي اجندا د هغه پلان ملاتړ دی چي افغان ولسمشر حامد کرزي د کابل په کنفرانس کي وړاندي کړی.

د ولسمشر کرزي په پلان کي راغلي دي چي افغان امنيتي ځواکونه به ددې جوګه سي چي په ۲۰۱۴ کال کي د کورني امنيت چاري په خپله غاړه واخلي.

په ننۍ غونډه کي پر دې باندي هم خبري کيږي چي په ۲۰۱۱ کال کي به په افغانستان کي د ځينو سيمو امنيتي مسووليت په خپله افغان ځواکونه په غاړه واخلي.

د ناټو چار واکو په خبره نن به د ليزبن په غونډه کي د افغان ولسمشر حامد کرزي سره د مشارک يو تړون هم لاسليک کړي.

د هغوی په خبره ددې تړون څخه يې هدف دادی چي افغانانو ته پوره ډاډ ورکړي چي ناټو به يې هيڅ کله يوازي پرې نږدي.

نجيب الله زيارمل/ ليزبن

کتونکی: عبدالباري حکيم