1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ليزبن کي د ناټو سرمشريزه پيل سوه

۱۳۸۹ آبان ۲۸, جمعه

د ناټو د غړو هيوادونو مشران هم دا اوس سره راټول سوي او د افغانستان په اړه پر يوې نوي ستراتيژۍ باندي بحث کوي.

https://p.dw.com/p/QDZL
انځور: AP

که څه هم د غونډي اجنداء يوازي افغانستان نه دی، د دغه سازمان د عمومي منشي اندرزفوګ رازموسن په وينا، هغه تصميمونه چي په دي سرمشريزه کي نيول کيږي، هغه به د ناټو د راتلوکي لسيزي د ارزوني لپاره يوه بنسټيزه طرحه وي.

کابو لس کاله کيږي چي د ناټو تر مشرۍ لاندي د شاوخوا۴۰ هيوادونو ځواکونه په افغانستان کي د حکومت ضد ياغيانو سره لاس او ګريوان دي.

د پرتګال په پلازمېنه لزبن کي د ناټو د ۲۸ هيوادونو مشران سره را ټول سوي ترڅو دغه ناورين ته بالاخره د پای ټکی کښېږدي.

د ناټو چارواکي هيله من دي چي د افغانستان ولسمشر حامد کرزی به په ليزبن کي د ناټو د مشرانو سره و يو ټاکلي هدف ته د رسيدو لپاره موافق نظر څرګندي کړي.

کرزي د افغانستان په نړيوال کنفرانس کي چي سږکال د جولاي په مياشت کي په کابل کي جوړ سوی ؤ ۲۰۱۴ کال افغان امنيتي ځواکونو ته د مسوليت د سپارلو د کال په نوم ياد کړی و. دا په داسي حال کي ده چي واشنګتن تصميم لري د۲۰۱۱ کال د جولای په مياشت کي خپل د افغانستان څڅه تدريجي وتل پيل کړي.

ځيني کار پوهان شک کوي چي افغان امنيتي ځواکونه دي تر ۲۰۱۴ کال پوري دې ته چمتو سي چي د کرزي پلان د عمل په ډګر کي پياده کړي. خو د امريکا متحده ايالاتو د دفاع او بهرنيو چارو وزيران رابرت ګيتس او هيلري کلينتن د افغان ولسمشر ټاکلي هدف معقول ګڼي.

کلينتن د ليزبن تر غونډي د مخه وويل: « په حقيقت کي هغوی يعني افغان امنيتي ځواکونه همدا اوس د ځينيو سيمو کنترول په خپل لاس کي لري، موږ هڅه کوو چي د دغه کنترول لمن پراخه سي. د ليزبن په غونډه کي به پريکړه وسي چي تر ۲۰۱۴ کال پوري دغه پروسه بشپړه سي.»

په افغانستان کي د ناټو د ملکي چارو استازي، Mark Sedwill د ليزبن د غونډي دوې ورځي د مخه وويل چي د امنيتي مسووليت د انتقال موده ښايي په ځينو سيمو کي د امنيتي ستونزو له امله تر۲۰۱۵ او آن له هغي وروسته کلونو پوري اوږده شي.

هغه وويل بېله شکه چي په ۲۰۱۱ کال کي په ځينو سيمو کي د «انتقال» ستراتيژي پلي کيږي،کيدای سي دا يو ولايت، څو ولسوالۍ او يا يوه علاقه داري وي.

افغان امنيتي ځواکونو ته د مسووليت سپارلو لپاره د افغانستان او ناټو تر منځ يو پلان جوړ سوی چي درې پړاونه لري.

لومړی پړاو ترمخه لا پيل سوی چي هغه د اميني وضعيت ارزونه ده، چي چيري او په کومه سيمه يا ولايت کي د انتقال لپاره شرايط آماده سوي او که په ځينو سيمو کي شرايط برابر نه دی وجه يې څه ده.

په ورستي پړاو کي د افغانستان حکومت او ناټو په ګده تصميم نيسي چي په هغه يو ولايت يا ولاياتو کي چي شرايط چمتو برابردي،د انتقال پروسه پيل سي.

دغه درې پړاوه د يو پلان په توګه په ليزبن کي د ناټو سر مشريزي ته وړاندي کيږي او هغوی به د تطبيق لپاره په غونډه کي شين څراغ ورکوي.

نجيب الله زيارمل/ ليزبن

کتونکی: عبدالباري حکيم