1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لښکرگاه کي تحقيقاتي فارم جوړيږي

۱۳۸۹ مهر ۱۸, یکشنبه

په دې فارم كي به ټول تخمونه او نيالګي څېړل كيږي او وروسته به د كرونده ګرو په واك كي وركول كيږي.

https://p.dw.com/p/PaYx
انځور: DW

د هلمند ولايت د لښكرګاه ښار ته څيرمه د بولان په سيمه كي د كرهنيز تحقيقاتې فارم د بنسټ ډبره په داسي حال كي كښيښودل سوه چي په هلمند كي د كوكنارو د توليد او كركلي كچه د ورځي نه بلي ته راشوه كيږي.

د هلمند والي محمد ګلاب منګل چي د بولان سيمي ته ديادسوي فارم د بنسټ د ايښودلو په موخه تللى وو خبريالانو ته وويل چي دغه فارم به په ۲۵۰ جريبه ځمكه كي په اساسي ډول جوړ سي.

د هغه په خبره په فارم كي به د هرډول كرهنيزتوكو تخمونه په اصلاح ډول نيول كيږي او بيا به كرونده ګرو ته وركول كيږي.

والي همداراز دميوه لرونكو ونو نيالګي يادونه وكړه چي په دي فارم كي به تر څيړني لاندي نيول كيږي. د هلمند بزګر وايي دغنمو او نورو دانو د كرلو مخه هم ددانو او ميو ارزانه قيمت نيولې ده او دهغوي لپاره دبازار نه موجوديت هم يوه بله ستونزه ده چي دوي اكثره وخت د كوكنارو كرلو ته اړباسي.

په عين حال كي ګرونده ګر وايي په هلمند كي د يوه مالوم كرهڼيز محصول په توګه داسي كښت نه وو چي ددوی اقتصاد پرپښو ودروي، دوی وايي له همدې امله اړ وه چي د كوكنارو كښت ته مخه كړي.

خو داچي دغه ډول تحقيقاتي فارمونه ديوه عادي كرونده ګر دپاره په اوس ورځو كي څومره مهيم دي په دي، د نادعلي ولسوالي د چاه انجير د كلي يو تن بزګر شريف الله وايي:

ښه به داواي چي دولت ددې فارم ترڅنګ ددوی ميوه داني او نور كرهڼيزو محصولاتوته د هلمند څخه د باندي د وتلو لاره پيداكړې واى.

د والي ګلاب منګل په خبره ددې فارم لګښت ۶۰۰ سوه زره امريكايې ډالره كيږي چې د امريكا د نړيوالي پرمختيايي ادارې (يو،ايس ،اى ،ډي ) لخوا وركول كيږي.

د يادوني وړه چي د بولان په سيمه كي تر دريش كلني جګړې دمخه هم په زرګونه جريبه ځمكه كي دا ډول څېړنيز پراخ مركز ونه او فارمونو ترڅنګ د حيواناتو د ساتنې فارمونه هم فعاله ول.

مجتبي محمدي/ لښکرګاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل