1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لښکرگاه کي د محلي پوليسو قوماندان ووژل سو

۱۳۹۰ مرداد ۶, پنجشنبه

د هلمندولايت د مارجې ولسوالۍ د سيستاني د سيمي د محلي پوليسو قوماندان او د هغه زوی د لښکرگاه ښار د چلمتري په سيمه کي تيره ورځ ناوخته د وسله والو لخوا وژل سوي دي. د پيښي پړه طالبانو په غاړه اخستې

https://p.dw.com/p/125P7
د لښکرگاه ښار يوه څلورلارې
د لښکرگاه ښار يوه څلورلارېانځور: Karlos Zurutuza

د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي، چي د محلي پوليسو قوماندان نورعلي او ورسره زوی يې پر موټر سيکل سواره ول، چي په ياده سیمه کي تر بريد لاندي راغله او ووژل سول.

دا په داسي حال کي ده چي تيره اونۍ د لښکرگاه ښار د امنيت مسؤليت افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل سو.

د پيښي پړه طالبانو پر غاړه اخستې. ددغي ډلي وياند قاري يوسف احمدي په سيمه کي خبريالانو ته ويلي، چي د مارجې ولسوالۍ د محلي پوليسو د قوماندان نورعلي نوم ددوی سره په تور ليست کي و. ځکه يې نو وواژه.

د مارجې ولسوالۍ يو تن قومي مشر چي د نامه له ويلو يې ډډه کوله په سيمه کي دويچه ويله ته وويل، چي د محلي پوليسو وژل سوی قوماندان يوغښتلی او زړه ور سړی و. « هغه همېشه د مارجې له خلکو سره ښه رويه کوله او د همدې ولسوالۍ د اولس له پاره پر ځان شپه اوورځ يوه کړې ول.»

د مارجي ولسوالۍ يو بل تن اوسيدونکی خان هم وايي، چي نورعلي يو زړه ور قومندان و او د خلکوسره يي ښه چلند کاوه. نوموړي وويل، چي د سيستاني په سيمه كي د محلي پوليسو قوماندان تر ډيره يي د نورو امنتي ارګانونو سره د امنيت په ساتلو كي مرسته كوله.

د هلندولايت له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ملي اوردو په هغه ځانګړو عملياتو کي چي د ګرشک ولسوالي د صوف مانده په سيمه کي ترسره سوي، اته تنه وسلوال طالبان وژل سوي چي دوه مشهور قوماندان ملا سيد ګل او ملا يعقوب هم پکښي شامل دي.

په خبرپاڼه راغلي، چي ملا يعقوب يونيم کال وړاندي د باباجي د سيمي د خلکو په مېله کي د ماين د چاودني مسول هم وو، چي څلويښت تنه ملکي کسان يې ووژل او ګڼ شمير نوريې ټپيان کړه.

مجتبي محمدي/ هلمند

کتونکی: نجيب الله زيارمل