1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لښکرگاه کي ځانمرگی بريد کوونکی و نيول سو

۱۳۹۰ اسفند ۲۱, یکشنبه

د هيلمند ولايت امنيتي ځواکونو هغه کس نيولی دئ چي غوښتل ئې ددغه ولايت د ملي امنيت پر رئيس باندي ځانمرگی بريد وکړي. دغه کس سيد احمد نوميږي او له پاکستان څخه راغلی دئ.

https://p.dw.com/p/14J3c
انځور: DW

د هيلمندولایت د مرکز لښكرګاه ښار د صافيانو په سيمه كي یو ځانمرګی بريد كوونكی چي غوښتل ئې ددغه ولایت د ملي امنيت پر رئيس باندي ځانمرګی بريد وكړي و نيول سو.

د هيلمند ولایت د ملي امنيت چارواکي وايي چي دغه کس چي سيد احمد نوميږي په پاکستان کي په يوه ديني مدرسه کښي ددې کار له پاره روزل سوی وو.

برید کوونکی هغه وخت د ملي امنيت د كار كوونكو له خوا ونیول سوو چي د صافيانو په كلي کښي ئې د برید له پاره تيارى نيوئ.

د ملي امنيت رئيس جنرال نظرعلي واحدي وويل د نعمت الله په نوم یو کس چي يو بل وار هم له ځانمرګو بريد كوونكو سره په مرسته تورن سوی وو او د يو ځانمرګي واسكټ سره لاس په لاس نيول سوی وو دا ځل ئې هم له دغه ځانمرګي سره مرسته کوله.

دغه ځانمرگي بريد کوونکی د نعمت الله په کور کښي اوسېدی چي يو بل وار هم د ځانمرگو سره د مرستي په تور نيول سوی وو.

د هيلمند والي وايي چي د ځانمرګو برید کوونکو مهيمه شبكه ئې نيولې ده چي په دې سره به په هلمند ولایت كي د ځانمرګو بريدونو پيښي بېخي له منځه ولاړي سي.

دغه بريد کوونکی چي نشه يي معلوميږي او ۱۹ کاله عمر لري د پاکستان د بلوچستان ايالت په کوټه ښار کي د يوه پاکستاني ملا له خوا ورته د ځانمرگي بريد ميتودونه ور ښوول سوي دي.

د هيلمند ولايت د ملي امنيت ودانۍ په انگړ کي د لوړپوړو دولتي چارواکو تر څنگ ولاړ سيد احمد چي تازه يې ږيري او بريتو خط اچولی دئ وايي چي د جنت وعدې ورکړل سوي وې.

«ماته ئې ويل چي ځانمرگي وکه مثلاً جنت دئ حوري دي، خدای راضي کيږي. زموږ ستا ژوند پر هرچا نه پيرزو کيږي پر يوه غټ سړي بايد ته بريد وکړې. زه چي ئې دلته را لېږلم عکسونه ئې هم راڅخه واخيستله.»

دغه ځوان چي ژبه ئې بنده بنده کيږي وايي چي يو وخت مي د يوه مولوي څخه پوښتنه وکړه چي ځانمرگي بريد ځنگه دئ، هغه را ته وويل چي په کتاب کښي نه دي راغلي خو زه د هغه چا چي د شپې او ورځي به ئې په غوږو کي د جنت کيسې راته کولې تر تاثير لاندي راغلی وم.

نیول سوی ځوان وايي چي د جنت په خاطر ئې دې بريد ته ځان اماده کړی وو، خو اوس له دولت څخه د خوشي کېدوغوښتنه کوي چي بيا به دغه ډول کارونه نه کوي.

مجتبی محمدي/ لښکرگاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل