1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لښکرگاه کي ۱۲۵۰ کيلوگرامه باروت نيول سوي

۱۳۹۰ مرداد ۲۰, پنجشنبه

د هلمند د ملي امنيت رئيس وايي، چي دغه باروت په هغه ولايت کي د چاودنو او ورانيو له پاره د پاکستان هيواد د گردي جنگل څخه لښکرگاه ته انتقال سوې ول.

https://p.dw.com/p/12Etg
نيول سوي باروت
نيول سوي باروتانځور: DW

د هغه ولايت د ملي امنيت رئيس، ډګروال نظرعلي واحدي رسنيوته وويل باروت دلاري موټر په منځ كي د بورې تر بوجيو لاندي د تيلو په بيلرو كي ځای پر ځاى سوي ول.

د ملي امنيت رئيس زياته كړه د ډيرو وران كارو پيښو د مخنيوي تر څنګ يي دا دوهمه ستره پيښه ده چي دوی يي مخه نيسي.

د ملي امنيت چارواكي وايي دغه باروت چي ۱۲۵۰ كيلو ګرامه دي په اسانۍ تري۸۰۰ شيل كيلويي ماينونه جوړيداى سي.

هلمند د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دي چي ډيری وخت يې پر لارو د ماينونو پيښي را منځته کیږي او ډيری قربانيان يې ملکي وگړي وي.

ځو ورځي وړاندي د ياد ولايت امنيتي چارواکو هلته د ماين جوړولو د يوې ستر فابريکې د کشف او له منځ وړلو خبر ورکړی.

د هغه ولايت د ولسواليو اوسيدونکي هر وخت پر لارو باندي د په کور کي جوړ سوو ماينونو څخه سر ټکوی.

د هغوی په خبره اوس د ډيرو ولسواليو هغه لاري چي مرکز لښکرگاه ته غځېدلي څوک د بيري تگ راتگ نسي باندي کولای. دا په داسي حال کده چي څو ورځي مخکي پر يو موټر باندي د په کور کي جوړ سوي ماين د چاودلو له امله شاوخوا ۱۸ تنه ملکي وگړي ووژل سول.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل