1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لښکر گاه کي درنه چاودنه وسوه

۱۳۹۰ شهریور ۵, شنبه

د هلمند امنيتي چارواکو ويلي دي چي د شنبې په ورځ په لښکرگاه کي د بمی موټر يوه درنه چاودنه سوې چي له کبله يې مرگ ژوبله رامنځ ته سوې ده. د لومړيو رپوټونو له مخی لږ تر لږه 4 تنه مړه او 22 تنه نور تپیان شوي دي

https://p.dw.com/p/12Oam
بريد و کابل بانک ته نژدې وسو
بريد و کابل بانک ته نژدې وسوانځور: DW

پوليسو ويلي دي چي د شنبې په ورځ د هلمند په مرکزي ښار لښکرگاه کي د موټر يو ځانمرگی بريد تر سره سو. داسي ويري سته چي دغه بريد سخته مرگژوبله رامنځ ته کړې ده.

د هلمند د والی ویاند داؤد احمدی وویل چی  د نوو معلوماتو له مخی لږ تر لږه 4 تنه وژل شوی او 22 تنه نور  ټپیان دی.

 له دی مخکی د هلمند يوه امنيتي چارواکي کمال الدين شېرزاد و فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه چاودنه د کابل بانک او د مخابراتو و دفتر ته نژدې رامنځ ته سوه. ويل سوي چي د چاودنې ځای د والي د دفتر څخه 50 متره واټن لري. چاودنه پداسي حال کي رامنځ ته سوې ده چي د کابل بانک دباندي يو شمېر انسانان راټول سوي ول تر څو د اختر څخه تر مخه خپلې تنخواوي وصولي کړي. اټکل کيږي چي د بانک مخي ته ولاړ زياتره کسان حکومتي کارکوؤنکي او يا هم امنيتي کسان ول چي د تنخوا په انتظار ولاړ ول

د هلمند ولايت د افغانستان په ناقراره ولايتونو کي شمېرل کيږي چيري چي وسله وال زیات فعال دي. د فبروري په مياشت کي د افغانستان په ختيځ ولايت ننګرهار کي د کابل بانک په يوي څاتکي باني د طالب ياغيانو د ځانمرګی بريد له امله څه د پاسه 40 تنه ووژل شول.

د طالبانو یو ویاند  چی ځان یی قاری یوسف  ښودلی  نړیوالو رسنیو ته ویلی دی چی د  لشکرګاه د ننی حملی مسوولیت  طالب یاغیان په غاړه لری.

لشکرګاه د افغانستان د هغو 7 سیمو په جمله کی دی چی افغان ځواکونو ته یی امنیتی مسوولیت سپارل شوی دی

 آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: حکيم باري