1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لیبیا کي څه د پاسه ۱۰۰ تنه وژل سوي دي

۱۳۹۱ تیر ۱, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15J0U

د لیبیا په لوېدیځ کي د مختلفو ګروپونو تر منځ په نښتو کي د یوې اوونۍ په ترڅ کي څه د پاسه سل تنه وژل سوي دي. لکه څرنگه چي یوه حکومتي ویاند ویلي دي، د سینتان د ښار پر شاوخوا غرنۍ سیمه کي۵۰۰ کسان زخمیان سوي هم دي. د ده په حواله حکومتي پوځ هم په اول سر کي د شخړي د لا زیاتېدو له بېري کوم اقدام ونکړ. ویل کیږي چي له دوو ورځو راهیسی یو څه آرامي راغلې ده. ډاکټران او نرسان نوموړو سیمو ته استول سوي دي تر څو د زخمیانو حالت له نژدو څخه وګوري او هغوی امنیتي ځایونو ته انتقال کړي. د سینتان د ښار د جنګیالیو او د ال مشاشیه په نامه قوم تر منځ نښتي د جون د میاشتی پر یوولسمه نېټه پیل سوې. د نښتو علت د سینتان د یوه مشر وژل کېدل دي.